لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په پخوانیو قبایلي ضلعو کې به عدالتونه را روانه اوونۍ کارونه پیل کړي


واشنګټن ــــ له پښتونخوا صوبې سره تېر کال په یو ځای شوو قبايلي ضلعو کې به د پاکستان عدالتونه د راتلونکي گل- دوشنبې ورځې نه په باقاعده توگه کارونه پېل کړي.

د یوې مقدمې د اورونې په وخت د پېښور هايي کورټ مشر قاضي وقار سېټ وکیلانو ته امر کړی دی چې

"د قبايلي سیمو ټولې مقدمې نوې فعاله کړې شوو عدالتونو ته لېږل شوي دي او اوس دې وکیلان خپلې مقدمې دغه عدالتونو ته یوسي چې د راتلونکي گل- دوشنبې ورځې نه به کار پېل کړي".

د پېښور هايي کورټ لخوا په قبايلي ضلعو کې د عدالتونو لپاره د فرورۍ په 25 نېټه د پنځو زنانو په شمول د 28 قاضیان ټاکل کېدو اعلامیه جاري کړې وه.

په دې لړ کې د خېبر ضلعې لپاره په حیات اباد، د مومندو لپاره په شب قدر، د باجوړ لپاره په تېمرگره، د اورکزۍ لپاره هنگو، د کرمې لپاره په ټل، د شمالي وزیرستان لپاره په بنو او د سوېلي وزیرستان لپاره په ټانک کې عارضي عدالتونه جوړ کړل شوي دي.

کوم کېسونه به کوم عدالت ته ځي؟

وي.او.اې ډیوه ته د یوې پوښتنې په ځواب کې یو قانون پوه اعجاز مومند ويلي دي چې

"د هايي کورټ د اعلامیې تر مخه په قبايلي ضلعو کې د مرستیال پولیټیکل اېجنټ د عدالت کېسونه د سېول ججانو عدالتونو، د اېپلټ کورټ یا د کمشنر د عدالت کېسونه سېشن عدالتونو او په ټریبونل کې د نظرثاني یا د بیا کتنې کېسونه هايي کورټ ته انتقال کړل شوي دي".

هايي کورټ وړاندې ویلي دي چې د تېر 2018م کال د جون 27 نېټې نه وړاندې د پولیټیکل انتظامیه، جرگو او د ټرېبیونل عدالتونو فېصلې هايي کورټ عدالتي فېصلې گرځولي خو وايي چې که مقدمه کوونکي په دغو فېصلو مطمئن نه وي نو دوی قانوني حق لري چې دغه فېصلې په هايي کورټ کې چېلنج کړي.

  • 16x9 Image

    نوشیروان قلندر

    نوشیروان قلندر د کال ٢٠٠٦ راهسې د وي او ای ډیوه خبریال دی. اول پیښوراو اوس واشنگټن کې د ډیورنډ کرښې دواړو خواو ته د ترهگرۍ پر ضد جگړه او د پښتنو په امنیتي، سیاسي، تجارتي او ثقافتي موضوعاتو رپورټونه لیکي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG