واشنګټن ــــ د هند او پاکستان تر منځ د روانې شخړې په ترڅ کې امریکا ویلي، په نړۍ کې یې د خپلو متحدینو خصوصاً د خلیج هېوادونو په مرسته د دغو دوو رقیبو هېوادونو تر منځ د تاوتریخوالي را کمولو لپاره کار واخیست.
د امریکا د حکومت یوه لوړپوړي چارواکي د نوم نه څرګندولو په شرط وي.او.اې ته وویل، چې په دې برخه کې سعودي عرب زیاته مرسته کړې ده:
"د خلیج په ګډون په بېلابېلو هېوادونو کې مو خپلو سفارتونو ته امر وکړ، چې دواړو اړخونو ته پام وکړي، پاکستاني چارواکو د دې کړکېچ د ختمولو لپاره د منځني ختیځ د هېوادونو رول تایید کړی دی".
د پاکستان د اطلاعاتو مرکزي فواد حسین چودري عرب نیوز خبري ایجنسۍ ته ویلي، چې د سعودي ولیعهد شهزاد محمد بن سلمان او عربي متحده اماراتو د دې شخړې د هواري لپاره "د ستاینې وړ" رول تر سره کړی او نورو مسلمانو هېوادونو هم پکې "غټه مرسته" کړې ده.
وي.او.اې پخپل رپوټ کې لیکلي، هند او پاکستان د پلوامه پېښې پر سر تېره اوونۍ د جګړې حالت ته سره رسېدلي وو، خو وایي د ځینو هېوادونو په ګډون ځینو نړیوالو سازمانونو لکه ملګرو ملتونو او یورپي اتحادیې هم د دې تاوتریخوالي په کمولو کې رول تر سره کړ.
هند او پاکستان په 1947م کال کې له برتانیې څخه تر ازادۍ اخیستو وروسته درې ځله د کشمیر پر سر- چې دواړه یې دعوه کوي- جګړې کړې دي، خو ملګري ملتونه دا تر جنجال لاندې سیمه بولي، چې وایي پرېکړه به یې د کشمیر ځایي خلک د ټولپوښتنې- ریفرنډم په وسیله کوي.
د دواړو هېوادونو تر منځ وروستۍ شخړه هغه وخت پیل شوه چې جیش محمد وسلوالې ډلې د کشمیر په پلوامه کې پر هندي ځواکونو د فبرورۍ پر 14مه د هغه برید ذمه واري ومنله، چې 40 پوځیان پکې و وژل شول.
هند د برید ذمه واري پر پاکستان ور واچوله او تور یې پورې کړ چې د جیش محمد ډلې مشر مسعود اظهر او نور وسلوال په پاکستان کې اوسېږي، خو پاکستان پکې لاس لرل رد کړل او په دې اړه یې د پلټنو وړاندیز ورته وکړ.
هند د فبرورۍ پر 26مه دعوه وکړه چې د پاکستان د پښتونخوا په بالاکوټ سیمه کې یې د جیش محمد ډلې پر یوه لوی مرکز د الوتکو په وسیله برید کړی او د ځینو مهمو قومندانانو په ګډون یې د دې ډلې 350 کسان وژلي دي، خو پاکستان یې دا دعوه رد کړه او ویې ویل چې هندي الوتکې یواځې د پاکستان فضایي حدود ته ننوتې دي خو د برید دعوه یې حقیقت نه لري.
پاکستان د هندي الوتکو ورتګ پر خپل فضایي حدود تېری وباله او د ځواب ګواښ وکړ. د فبرورۍ پر 27مه بیا دواړو هېوادونو پر یوه بل د خپل فضایي حدود د سرغړونې تور ولګاوه او دعوه یې وکړه چې د یوه بل الوتکې یې را غورځولې دي.
پاکستان د هندي الوتکې له را غورځولو سره یو هندی پایلوټ ابېنندن هم ژوندی نیولی وو، چې بیا یې د ښه نیت له مخې درې ورځې وړاندې بیرته هند ته وسپاره. نړیوالې ټولنې د پاکستان دغه ګام وستایه، خو ورسره یې غوښتنه ځنې وکړه چې پر خپله خاوره د وسلوالو په ضد ګام واخلي.
پاکستاني چارواکو که څه هم د هند دا دعوه رد کړه چې په خاوره کې یې د جیش محمد ډلې وسلوال پټ دي، خو د کورنیو چارو مرکزي وزیر مملکت شهریار افریدي د سه شنبې- نهې په ورځ رسنیو ته وویل، چې د جیش محمد ډلې د دوو مهمو مشرانو په ګډون یې 40 وسلوال نیولي دي.