لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسلام اباد:حکومت دناچله ګرځول شوؤ ډلو جوماتونه اؤ مدرسې خپله ولکه کې اخستي


دپاکستان پلازمینه اسلام اباد کې مرکزي حکومت د ناچله ګرځول شوؤ تنظیمونو مدرسې اؤ جوماتونه پخپله ولکه کې اخستي اؤ ددغو مدرسو اؤ جوماتونو دپاره یې نوي امامان اؤ خطیبان هم ټاکلي دي.

دچهارشنبې په ورځ‌ دپاکستان د مملکت د کورنیو چارو وزیر شهریار اپریدي ویلي په ګرد هیواد کې دنیشنل ایکشن پلان په اساس د ناچله ګرځول شوؤ ډلو په ضد عملیات چټک کړل شوي اؤ دا به تر هغې روان وي ترڅو چې ترې مقصدونه نه وي ترلاسه شوي.

دپاکستاني رسنیو له مخې د ناچله تنظیمونو په ضد عملیات په پیندۍ اؤ اسلام اباد کې دوام لري اؤ‌ په دغو عملیاتو کې د چهارشنبې په ورځ په اډیله روډ اؤ چاکره سیمو کې دحافظ سعید په مشرۍ دجماعت الدعوه ډلې دوه ډسپنسرۍ ،دوه هسپتالونه اؤ یوه مدرسه د اوقافو محکمې خپله ولکه کې اخستي دي.

همدغه راز په اسلام اباد کې هم دناچله ډلو بیلا بیلې مدرسې اؤ جوماتونه حکومت دخپل واک لاندې راوستي اؤ دهغې دپاره یې نوي امامان اؤ خطیبان ټاکلي دي

په ټوئټر خپل یو ټویټ کې دپاکستان دکورنیو چارو دمملکت وزیر ښاغلي شهریار اپریدي ویلي دناچله ګرځول شوؤ ډلو په ضد عملیات د ترهګرۍ په ضد دهغه ملي تګلارې په اساس روان دي چې په کال ۲۰۱۴م کې د نیشنل ایکشن پلان په نوم جوړه شوې وه .

تر دې وړاندې تیره ورځ دمملکت دکورنیو چارو وزیر اؤ داخله سکتر یو ګډ مطبوعاتي کانفرنس ته ویلي ؤ چې د تندروه ډلې جیش محمد دمشر مولانا مسعود اظهر د ورور مفتي عبدالروف اؤ‌ زوئ‌‌ حماد اظهر په ګدون د ناچله ګرځول شوؤ تنظیمونه ۴۴ کسان نیول شوي‌ .

خو په همدې حال کې پخپله مسعود اظهر چې د جیش محمد ډلې مشر دی او ډلې یې د کشمیر په پلوامه کې پر هندي عسکرو د لوی برید ذمه واري هم منلې وه، لا تر اوسه نه دی نیول شوی.

که څه هم د عمران خان حکومت د تندلارو پر ضد د پراخه عملیاتو د پیلیدو خبر ورکړی، خو څیړونکي یې په اړه بې باوري څرګندوي.

خبریال مشتاق یوسفزی وایي یقین یې نه راځي چې دا ځل دې هم حکومت په اغیزمنه توگه د تندلارو پر ضد پراخه او پرېکنده اقدامات وکړي.

وائس اف امریکا ډيوه سره خبرو کې تیره ورځ ښاغلي یوسفزي ویلي وؤ “چې کله هم په مونږ انټرنیشنل فشار راشي د بهر نه، پر مونږ باندې پیسې بندیږي، امدادونه بندیږي، مونږ یوازې کیږو، نو بیا مونږ ته دا نیونې رایادې شي"

پاکستان اوس مهال له مالي اړخه تر فشار لاندې دی او بهرنیو پورونو ته اړتیا لري.

نړیواله مالیاتي اداره ایي ایم ایف چې پاکستان ترې په پور پیسې غوښتي دي هم پر پاکستان څار ساتي او له دې هیواده یې غوښتي دي چې د ترهګرو ډلو مالي سرچینې دې وچې کړي.

په دې میاشت کې به بیا هم د دغه تنظیم پلاوی پاکستان ته سفر وکړي.

پاکستان دمخه هم څو څو ځله مختلفې تندلارې ډلې کالعدم گرځولي دي، خو هغو ډلو بیا په نویو نومونو له سره فعالیت پیل کړی دی.

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG