لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان د اېف ای ټي اېف د وړاندېزونو په پاتې راتلو د سختو اقتصادي بندېزونو ښکار کېدی شي، د خزانې سېکتر


FATF
FATF

د پاکستان د مرکزي حکومت د خزانې سېکتر ويره څرګنده کړې چې که پاکستان د ترهګرۍ د مالي مرستو او غېر قانونه پېسو په کاروبار نظر لرونکې نړيوالې ادارې (اېف ای ټي اېف) په وړاندېزونو پوره ونه ختو نو دا هېواد به د اقتصادي بندېزونو سره مخ شي.

د خزانې سېکتر عارف احمد خان چې د اېف ای ټي اېف سره د پاکستان په استازيتوب خبرې کوي هغه د پبلک اکاؤنټس کمېټۍ په غونډه کې د ګډون وروسته دا خبره کړې ده.

دا بيان په داسې وخت کې مخې ته راغلی چې د پاکستان د ملي امنيت کمېټۍ په ملک کې دننه په جماعت الدعوه او فلاح انسانيت فاؤنډېشن باندې بندېزونه لګولي او ادعا کوي چې د لاقانونه ګرځول شوؤ ډلو ۴۴ غړي يې نيولی او مدرسې او جماتونه يې ورله په ولقه کې اخيستي دي.

د اقتصادي چارو کار پوهه مهتاب حېدر وايي چې په وروستيو کې د پاکستان دا ګامونه د ستاينې وړ دي خو پاکستان له به د دې نه زیات کار کول وي.

وي او ای ډیوه سره په خبرو کې هغه وویل، چې د پېسو د سپينولو دپاره د يو قانون جوړولو هم وړاندیز دی او ښايي چې دا پارليمان ته وړاندې شي او پاکستان خپل ځان د اېف ای ټي اېف د خړ فهرست څخه رابهر کړي.

عارف احمد خان ويلي که د اېف ای ټي اېف پاکستان ته ورکړي وړاندېزونه د پامه غورځول کيږي او يا پرې عمل نه کيږي نو پاکستان به د اقتصادي بندېزونو سره مخ شي.

په پاکستان کې روان کال د جنورۍ په مياشت کې نړيوالې همکارۍ ته بيا کتونکې ډلې (ايي سي ار جي) غونډه شوې خو دوي د اېف ای ټي اېف په اړوند د پاکستان په اقداماتو د اطمينان څرګندونه نه وه کړې.

اېف ای ټي اېف ګڼي چې پاکستان د داعش، القاعده، جماعت الدعوه، فلاح انسانيت، جېش محمداو حقاني ډلې په څېر ترهګرو ډلو ته د مالي مرستو د مخنيوي په لړ کې ګامونه نه دي پورته کړي.

په پاکستان کې په مالي معاملاتو نظر ساتونکي د حکومتي څانګې فاینېنشل مانېټرنګ یونټ یا اېف اېم يُو د کال ۲۰۱۸م په رپوټ کې ويل شوي چې په بېنکونو کې ٨٧٠٧ مشکوک کاتې یا د لېن دېن معاملې رپورټ شوې وې.

او په کال ٢٠١٧ کې دغه شمېره ٥٥۴٨ وه.

د اېف اېم يُو د رپوټ ترمخه د ۲۰۱۸م د جولايۍ څخه د دسمبر د مياشتې د اخرې پورې د ۲۰ اربه روپو د ماليت سره زر او قاچاق شوې پېسې په ولقه کې اخيستل شوې وې.

مهتاب حېدر وايي، که پاکستان د اېف ای ټي اېف غوښتنې پوره نه کړې نو د خړ فهرست څخه به تور فهرست ته لاړ شي او په تور فهرست کې د شاملېدو وروسته به دا هېواد د اقتصادي ستونزو ښکار شي.

نوموړی وايي په پاکستان به اقتصادي بندېزونه ولګي او د نړيوالو مالياتي ادارو نه به پېسې نه شي ترلاسه کولی.

په موجوده وخت کې ايران او شمالي کوريا د اېف ای ټي اېف په تور فهرست کې شامل دي.

د نړيوالې ادارې بله غونډه روان کال په جون کې په پاکستان کې ټاکل شوې او اېف ای ټي اېف به بيا په ستمبر کې د پاکستان په اړوند خپله فېصله اوروي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG