لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دسعودي دبادشاه اؤ ولي عهد ترمینځ دسختو اختلافونو ګنګوسې راولاړې شوي


دبرتانیې ورځپاڼې دي ګارجین دعوه کړې ده چې دسعودي عرب د بادشاه شاه سلمان بن عبدالعزیز اؤ دهغه د زوئ ولي عهد شهزاده محمد بن سلمان ترمینځ دیمن دجګړې په ګډون په ځېنو نورو مسلو سخت اختلافونه پیدا شوي دي.

ورځپاڼې پخپل یو راپور کې لیکلي د دواړو مهمو شخصیاتو ترمینځ دا اختلافونه ترکي کې دسعودي دکونسلګرۍ دننه د سعودي خبریال جمال خاشقجي له وژل کیدلو وروسته پیدا شوي دي.

په دې وروستیو کې دامریکا استخباراتي شبکې سي ایي ای تور لګولی وؤ چې سعودي خبریال جمال خاشقجي د ولي عهد شهزاده محمد بن سلمان په امر وژل شوی ډ.

د دي ګارجین راپور کې دسرچینو له خولې ویل شوي چې سږکال د فرورۍ په وروستیو کې وضعیت وروسته له هغې نور هم تاؤژن شو چې ۸۳ کلن شاه سلمان د مصر په سفر لاړو اؤ دغلته ورته خپل مشاورینو خبرداری ورکړو چې که هغه د ولي عهد په ضد څه رقم ګام واخلي نو دسختې خطرې یا ګواښونو سره به مخ شي.

راپور کې ویل شوي چې دمشاورینو لخوا دبادشاه خبرولو وروسته دسعودي دکورنیو چارو وزارت دشاه وفادار تر ۳۰ؤ زیات امنیتي سرتیري مصر ته ولیږل اؤ هلته د وړاندې څخه موجود سرتیري یې بیرته راوبلل.

سرچینې زیاتوي “دامنیتي سرتیرو په سمدستي توګه بدلون ښایي چې دبادشاه دامنیت دپاره ګمارل شوي ځېنې افسران د شهزاده محمد بن سلمان بې کچه وفادار وؤ”

راپور کې دعوه شوې چې” دشاه سلمان مشاورینو دمصر لخوا د ورکړل شوؤ امنیتي سرتیرو خدمات هم واپس کړي وؤ”

سرچینو دعوه کړې ده چې دپلار اؤ زوئ ترمینځ اختلافونه له دې هم ظاهریږي چې دشاه سلمان وطن ته په راستنیدو دهرکلي دپاره د ولاړو کسانو په نوملړ کې د ولي عهد شهزاده محمد بن سلمان نوم نه ؤ اچول شوی.

باید په یاده وي چې دخپل بادشاه پلار په غیرموجودګۍ کې د مرستیال بادشاه په څوکۍ ناست شهزاده محمد بن سلمان دوه مهمې پرېکړې کړې وې چې په هغې کې یوه په امریکا کې د ریما بنت بندرالسعود د سفیرې په توګه ټاکنه اؤ بله دخپل سکه ورور خالد بن سلمان ددفاع د مرستیال وزیر په توګه ګمارنه وه.

په دغه لړ کې په واشنګټن کې سعودي سفارتخانې دریځ خپل کړی ؤ چې شهزاده محمد بن سلمان د مرستیال بادشاه په توګه خپل هغه واک نه استفاده کړې ده چې هغه ته شاه سلمان سپارلی ؤ اؤ په دې اړوند نور ټول خیالونه بې بنسټه دي.

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG