لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خوست: په ګلان کېمپ کې وزيرستاني کډوال د سختو ستونزو ښکار دي


د افغانستان د خوست په ګلان کېمپ کې د شمالي وزيرستان هغه کډوال چې د ضرب عضب عملياتو له امله کډه شوي وايي اوس يې ژوند د سختو مشکلاتو سره مخ شوی او بيرته خپلو سيمو ته تلل غواړي.

په ګلان کېمپ کې مېشت کډوال وايي د دوي سره چې به مرستندويه ادارو کومې مرستې کولې هغه پرې وروسته له هغې ودرول شوي چې کله په دوېمه فرورۍ د پاکستان حکومت د دوي سره د يوې جرګې د لارې ژمنه کړې چې ټول بيرته بوځي.

کډوال وايي دوي ته فارمونه ورکړی شوي چې هغه ډک کړي او بيرته يې د شمالي وزيرستان انتظاميې ته ورکړي.

کډوال وايي فارمونه يې بيرته ورکړي خو د هغې وروسته يې چا بيا تپوس نه دی کړی.

په کېمپ کې يو کډوال شېرمحمد وايي دوي ته درې زره فارمونه ورکړی شوي او هغه دوي بيرته واپس کړي دي خو څوک ورته هيڅ نېټه نه ښايي چې کله به يې بيرته ستانه کړي.

وي او ای ډیوه سره په خبرو کې هغه وويل، د پاکستان د حکومت د ژمنې چې کډوال بيرته ستنوي، وروسته دغلته د دوي سره کېدونکې ټولې مرستې ودرول شوي دي.

هغه زیاته کړه يو پله پرې مرستې وتړل شوې او بل پله يې د پاکستان چاوراکي اوس پوښتنه هم نه کوي، ژوند یې سخت د ستونزو سره مخ شوی دی.

يو بل کډوال تحصيل خان وايي مرستې ورپسې بندې کړی شوي د افغانستان ځايي خلک يې لږې ډېرې مرستې کوي خو هغه د نشت برابر دي.

هغه وويل خېمې يې ډېرې زړې شوي او يخ ډېر سېوا دی او په کېمپ کې د خلکو ژوند ډېر سخت شوی دی.

هغه غوښتنه وکړه چې د پاکستان حکومت دې دا کډوال بيرته ستانه کړي او دوي د نړيوالو څخه هم غوښتنه کوي چې مرستې يې په ځای کړي.

په قبايلي سيمو کې د افتونو په وخت د انتظام ادارې (اېف ډي اېم ای) وياند احسان داوړ وايي، افغانستان ته د کډه شوؤ خلکو د بيرته راستنولو په موخه د بنو د بکاخېلو په کډوال کېمپ کې خېمې لګول کیږي.

هغه وويل د دوي سره په کېمپ کې د درې زره کورنيو ځای کولو ځای شته خو په دې کېمپ کې دا وخت ۲۰۴۱ کورنۍ ابادې دي.

هغه زياته کړه چې د کډوالو د ځای کولو دپاره چې انتظامات بشپړ شي بيا دا کډوال د غلام خان د لارې بیرته راستنوي او د هغې وروسته بيا د دې خلکو خوښه ده چې د خپلوانو کره يا په کېمپ کې اوسيږي.

او هغه وويل د دې کډوالو سره به هم هغه ډول مرستې کولی شي کومې چې دلته د مېشتو کډوالو سره کيږي، هغه وويل دلته کډوالو ته سره د مياشتې په سر ۱۲زره روپۍ او خوراکي توکي ورکول کيږي.

د اېف ډی اېم ای د شمېرو ترمخه افغانستان ته د شمالي وزيرستان څخه نزدې ۳۰ زره کورنۍ کډه شوې وې، او دا وخت پکې نزدې پينځه زره هلته د کډوالۍ ژوند کوي.

د اېف ډي اېم ای چارواکي وايي د افغانستان څخه په درېو مرحلو کې نزدې څلور زره کډوال بيرته راستانه کړی شوي دي.

د افغان دولت د شمېرو ترمخه يواځې د ګلان په کېمپ کې نزدې ۲۰ زره کورنۍ رجسټرډ شوې او نړيوالې مرستې ورسره روانې وې.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG