واشنګټن ـــــ په پاکستان کې د نړۍ په کچه نهم لوړ غره ته په هغو ختلیو غرختونکو پسې د ژغورونکې ډلې د پلټنې کار پای ته رسېدلی، چې تېره اوونۍ په نانګا پربت یا قاتل غره کې ورک شوي وو.
د پاکستان د الپاین کلب یوه مشر قرار حیدري اسوشیېټیډ خبري ایجنسۍ ته ویلي، دا اسانه پرېکړه نه بلکې یوه دردوونکې پرېکړه وه، چې نور په ورکو غرختونکو پسې پلټنه ونه کړي، ځکه چې وایي تر ډېرو هڅو وروسته هم د هغوی په موندلو ونه توانېدل.
په دغو غرختونکو کې یو 30 کلن برتانوی ټام بالارډ او یو 42 کلن ایټالوی ډینیل ناردي دی چې د موندنې لپاره یې پر انټرنیټ دوه کروړه روپۍ هم را غونډې شوې.
دغه غرختونکي د خپل ژمني مهم په ترڅ کې د پاکستان په شمالي سیمو کې د نانګا پربت غره ته ختلي وو، چې د فبرورۍ پر 24مه یې له خپل کېمپ سره اړیکه پرې شوه او بیا د هغوی په موندلو پسې پلټنه پیل شوه.
قرار حیدري وایي د پلټنې او ژغورنې د ډلې مشري سپېنېر الیکس ټیکسیکان او تجربه لرونکو پاکستاني غرختونکو کوله او دوی په پښو او د ډرون په وسیله په ورکو بهرنیو غرختونکو پسې وګرځېدل خو ویې نه موندل.
د پلټنې تر پای ته رسېدو مخکې د ایټلي سفیر سټیفانو پونټیکورو د ورکو غرختونکو په اړه ټویټ کړی وو او له واورو د ډکو غرونو عکسونه یې خپاره کړي وو. وروستیو ګڼو واورو اندېښنې پیدا کړې وې چې کېدای شي ورک غرختونکي په واورو کې مړه شوي وي.
په پاکستان کې تېره اوونۍ خرابې هوا دوه ځله پلټونکې ډلې دې ته مجبوره کړې وې چې پلټنه پای ته ورسوي، خو د پاکستاني پوځ هیلیکاپټرو پر دې برسېره ورپسې پلټنه کوله، چې له هند سره د وروستۍ شخړې له امله یې فضایي حدود بند کړي وو.