لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

طالبانو دقطر دخبرو په اړوند دامریکا بیان سره اختلاف ښکاره کړی


طالبانو دامریکا ددې بیان سره اختلاف څرګند کړی چې ګنې د قطر په ناسته کې دامریکا اؤ طالبانو ترمینځ دسولې په خبرو کې دافغان دولت په ورګډولو اؤ په اوربند خبرې اترې شوي دي.

دطالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پخپل یو بیان کې ویلي “دخبرو په دې پړاؤ کې یوازې په دوؤ نکتو خبرې شوي چې هغې کې یوه نکته افغانستان څخه دبهرنیو ځواکونو وتل اؤ دویمه دافغانستان خاوره دنورو هیوادونو په ضد د نه کارؤل کیدو وه”

تر دې وړاندې په قطر کې د امریکایي‌ استازي زلمي خلیل زاد اؤ طالبانو ترمینځ دشوؤ خبرو په اړوند دامریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند براټ پیلنډینو خبریالانو ته ویلي وؤ “د دوحې په خبرو کې څلورو نکتو بحث شوی چې هغه دیو بل سره مربوطې اؤ د راتلونکي حکومت جوړولو په اړوند وې”

طالب ویاند پخپل بیان کې ویلي هغه مسائل چې دافغانستان کورني وؤ یا یې امریکا پسې تړاؤ نه درلودو دهغې په اړوند خبرې اترې نه دي شوي.

دزلمي خلیل زاد په مشرۍ دامریکایي ډلې ا‌ؤ‌ طالبانو ترمینځ د ۲۵مې فرورۍ نه په قطر کې دافغان سولې په اړوند خبرې اترې روانې دي چې دا تر دې مهاله د سولې په اړوند تر ټولو اوږدې خبرې ګڼل کیږي.

امریکا اؤ‌ طالبان دواړه دعوې کوي چې په دې خبرو کې یو شمیر پرمختګونه کړي اؤ دخبرو تر پائ به یوې موافقې ته ورسیږي.

تر دې مهاله دسولې په دې خبرو کې افغان دولت استازیتوب نه لري اؤ امریکا دطالبانو څخه غواړي چې باید افغان دولت سره هم خبرې وکړي خو طالبانو دریځ نیولی چې لمړی به افغانستان څخه دبهرنیو ځواکونو د وتلو مهال ویش ټاکل کیږي له هغې وروسته به افغان دولت سره خبرې کوي.

افغان دولت دسولې دخبرو دپاره دیوې ملي مرکچي ډلې جوړولو اعلان هم کړی چې مشري به یې دافغانستان دپخواني ولسمشر حامد کرزي پغاړه وي اؤ په دغه ډله کې به دافغانستان د دولت ترڅنګ دبیلابیلو سیاسي ډلو اؤ مدني ټولنې استازیو ته هم نمایندګي ترلاسه وي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG