د پاکستان پيپلز ګوند مشر بلاول بټو زرداري ویلي، پښتون ژغورنې غورځنګ د پارلیمان د سرلوړۍ، ائين او جمهوريت خبره کوي "ځينې خلک پښتون ژغورنې غورځنګ ته د شک په سترګه ګوري خو زه ترې هيله لرم".
د پيپلز ګوند مشر د پي ټي اېم په اړوند تازه څرګندونې د برتانیې خبري ادارې (بي بي سي) سره په مرکه کې کړي دي.
هغه ويلي "دا ځوانان چې د (پخوانۍ) فاټا په څېر علاقې نه سياست پېلوي چرته چې ترهګرو د هغه ځای په اولس ظلم کړی بيا هلته پوځي عمليات وشو د کوم چې نه غوښتونکی زيان هم رامنځته کيږي، او په يوه ټولنه کې دومره تشدد کيږي نو د هغې خطره هم دا وي چې ځوانان به يې غبرګون په تشدد سره ورکوي" خو پي ټي اېم د ائين او قانون خبره کوي.
نوموړی وايي دغه سيمه چې يو وخت په نړیوال کچ د ترهګرۍ په نوم پېژندل کېده "نن د هاغه ځای ځوانان د جمهوریت، ائين او د قانون د سرلوړۍ خبره کوي" او دغه ډول سیاسي، مدني فعاليتونو ته دې ډاډ ورکړی شي نه چې ترهګرۍ او انتهاپسندۍ ته.
د پاکستان پيپلز ګوند له دې وړاندې هم د پي ټي اېم په حق کې بيانونه ورکړي دي.
پي ټي اېم تېر کال د منظور پشتين په مشرۍ کې اسلام اباد ته د پينځه غوښتنو منلو دپاره اسلام اباد ته لاريون کړی او د هغه وخت حکومت ورته باور ورکړی چې غوښتنې به يې ومني خو پي ټي اېم وايي تراوسه يې غوښتنې نه دي منل شوي.
د پاکستان د پوځ وياند مېجر جنرل اصف غفور تېر کال د دسمبر په مياشت کې د پي ټي اېم د غوښتنو منلو ادعا کړې خو ورسره یې دا هم ويلي ؤ چې دا تحریک پر داسې خوا روان دی چې که تر "سرې کرښې" تېر شي نو پوځ به یې په ضد له زوره کار واخلي.
پي ټي اېم وايي د پاکستان په ائين او چوکاټ کې غوښتنې لري.
د روان کال جنورۍ په سر کې بيا د پوځ وياند پي ټي اېم ته د عدم تشدد په لار روان غورځنګ ويلي او زیاته کړې يې وه چې دوي خواهش لري چې د پي ټي اېم مشرتابه د خپلو خلکو د ګټې دپاره د حکومت سره خبرې وکړي.
د پي ټي اېم مشر منظور پشتين وايي دوي هر وخت د حکومت سره خبرو ته تیار دي خو د حکومت لخوا ورسره تراوسه سنجيده خبرې نه دي شوي.
تېر کال په سيند صوبه کې چې د پيپلزګوند حکومت دی د منظور پشتين دغې صوبې ته په ورتګ د ۹۰ ورځو دپاره بندېز لګول شوی خو د بندېز دغه پرېکړه سمدست بيرته اخيستل شوې او د پيپلزګوند مخکښ مشر فرحت الله بابر په منظور پشتين د بندېز د پرېکړې څخه د سيند حکومت ناخبره بللی ؤ.
بلاول بټو زرداري تېر کال د پي ټي اېم په اړوند په ټویټر ویلي، پښتانه ځوانان د خپلو ائيني حقونو دپاره په جمهوري انداز کې غوښتنې کوي بايد دوي واورېدل شي.