لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان وایي دترهګرۍ نوغی وباسي خو هند یې هڅې دپلوامه پېښه پسې تړي


دپاکستان دبهرنیو چارو دفتر ویلي چې د نیشنل ایکشن پلان یا دترهګرۍ ضد ملي تګلارې په اساس هیواد نه د تندلاریتوب دنوغي ویستلو هڅې روانې دي خو هند هڅه کوي چې دپاکستان دا ګامونه دخپلو کورنیو سیاسي ګټو له خاطره د پلوامه د پېښې سره وتړي.

پخپل یو بیان کې دبهرنیو چارو دفتر ویلي ټولې نړۍ دترهګرۍ په ضد جګړه کې د پاکستان بریالیتوبونه منلي دي خو دا دهند ایجنډه ده چې دپاکستان اوسني ګامونه به دپلوامه پېښې سره تړي.

پاکستاني چارواکي دعوه کوي چې هیواد کې یې دتندره مذهبي ډلو مدرسې اؤ جوماتونه په دولتي ولکه کې اخستي اؤ ددغو ډلو یو شمیر فعالین یې هم نیولي دي خو هند دپاکستان دغه دعوې دروغژنې بللي دي

دخالي په ورځ خپل یو بیان کې د هند دخارجه وزارت ویاند رویش کمار یوې خبري غونډې ته د وینا په وخت ویلي وؤ پاکستان د هند او نړیوالې ټولنې جاېزو غوښتنو ته ریشتونې ژمنه نه ده ښودلې.

هغه ویلي وؤ “مونږ د پخوا په څېر سکرپټ (ګامونه) وینو کله هم چې په هندوستان کې بریدونه شوي، پاکستان د یو شمیر ډلو او تنانو پر ضد یوازې په کاغذونو کاروايي کوي. خو په حقیقت کې دغه ډلې او کسان بغیر د څه مشکله خپله فعالیتونه دوامدار ساتي”

هندوستان د پخوا راهسې د پاکستان نه د جېش محمد تندروه ډلې مشر مسعود اظهر پر ضد د ګامونو غوښتنه کوی. جېش محمد تندروه ډلې د فرورۍ په ۱۴مه نېټه د هند د ولقې لاندې کشمیر کې په هندي عسکرو د برید پړه په غاړه اخستې. په دغه برید کې ۴۴ هندی عسکر وژل شوي وو.

ددغه برید نه وروسته تیره اوونۍ هند په پاکستان کې دجیش محمد په ځالو دبرید اؤ پاکستان ددؤ هندي الوتکو د رانسکورولو دعوه کړې وه .

دپاکستان داطلاعاتو وزیر تیره ورځ یوې روسي خبري شبکې سره مرکه کې ویلي وؤ چې هند اؤ پاکستان په تیرو اویاؤ کالو کې درې جګړې کړي دي اؤ یوه جګړه بله هم کولی شي خو غوره لاره دخبرو اترو ده.

دپاکستان اؤ هند چارواکي مدام په یو بل خپلو کورنیو چارو کې د لاس وهنې تورونه لګوي، په نزدې ورځو کې دامریکا په ګډون یو شمیر هیوادونو په دواړو هیوادونو ټینګار کړی چې دتاؤ تریخوالي څخه لاس واخلي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG