لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اشرف غني:دپاکستان اؤ طالبانو اړیکې باید نړۍ ته څرګندې شي


دافغانستان ولسمشر محمد اشرف غني ویلي دپاکستان اؤ طالبانو ترمینځ چې کوم تړاؤ اؤ اړیکې دي هغه باید څرګندې شي اؤ نړیوال بحث پرې شي.

دیکشنبې په ورځ دکابل صدارتي محل کې د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت سره راجوړې شوې غونډې ته خپله وینا کې ولسمشر غني وویل ترهګرو ډلو سره داړیکو پر موضوع یو څه بحث شوی خو هغه وپوښتل چې له جرمي اقتصاد او پاکستان سره د طالبانو اړیکې به کله د نړیوال بحث موضوع ګرځي؟

هغه وویل دسولې موضوع چې یو وخت د اعتماد وړ نه وه دملي یووالي حکومت دهڅو په پایله کې خبرو اترو ته پرې زمینه برابره شوه.

اشرف غني وویل د روانو کوښښونو په په پایله کې نن دافغانستان ټولنه،سیمه او نړۍ دافغان سولې له پروسې ملاتړ اودسولې خبرې کوي.

نوموړي وویل"له یاده مه باسئ چې دسولې خبرو ته ما زمینه برابره کړې ده، په ډیر دقت،زغم،او تدبیرسره دا پروسه مخته روانه ده،باعزته اودایمي سوله دافغانستان داکثریت خلکو غوښتنه ده"

ولسمشر وویل هروخت چې افغانانو دخپلو ملي اومهمو مسایلو د هواري لپاره یووالی رامنځته کړی هغه حل شوي دي او اوس په سولې باندې یووالی راغلی دی"

اشرف غني زیاته کړه سوله حزبي،قومي او سمتي نه ده او په وینا یې دا یوه ملي پروسه ده اوکه د افغانستان د یوې برخې خلک هم له سولې بهر پاتې شي دایمي سوله نه شي عملي کیدلی.

پخپله وینا کې ولسمشر اشرف غني دپاکستان اؤ طالبانو په اړیکو هم نیوکې وکړې اؤ وئ ویل په دې باید په نړیواله کچه بحث وشي.

اشرف غني وویل"هغه اړیکې چې مبهمې یا ګونګې ،د پردې ترشا او په تیارو کې دي باید ټولو ته واضحه شې ځکه هغه ضمانت چې دافغانستان خلک یې دسولې په تړاو غوښتنه لري هغه دا دی چې سوله باید دافغانستان دسرتاسري امنیت سبب وګرځي"

ولسمشر دښځو دنړیوالې ورځې دلمانځغونډې پرمهال د دولت په سترو ادارو کې دافغان ښځو ګمارنه دپرمختګ بیلګه وګڼله او وې ویل دافغانستان خلک تمه لري چې په حکومتي او شخصي ادارو کې افغان میرمنو ته پراخه ونډه په بنسټیزه توګه ورکړل شي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG