دایتهوپیا دهوایي شرکت دالوتکې غورځېدو په پېښه کې د۱۵۷ کسانو له وژل کیدو وروسته په دغه هیواد کې ویرژن چاپیریال لیدل کیږي اؤ په پېښه کې دمړو شوؤ کسانو کورنۍ دخپلو عزیزانو په اوښکو اؤ سلګو کې کوي.
پېښه کې دمړو شوؤ کسانو تعلق دامریکا،هند،چین،کینیا اؤ ځېنو نورو هیوادونو سره دی اؤ ویل کیږي پکې دملګرو ملتونو څو مامورین هم مړه شوي دي.
د اتوار په سحر دیتهوپیا هوایي شرکت یوه الوتکه د ادیس ابابا څخه د دکنیا دپلازمینې نیروبي په لوري والوتله چې دالوت یوازې شږ دقیقې وروسته د ایتهوپیا دپلازمینې ادیس ابابا نه پنځوس کلو میټرخ لرې وغورځیده.
د ایتهوپیا هوایي شرکت ویلي په دغه الوتکه کې ۱۴۹ مسافر اؤ دعملې اته کسان ناست وؤ چې ټول مړه شوي دي.
نړیواله خبري شبکه ای پي وایي “په دغه پېښه کې د یو مړ شوي ځوان مور پرله پسې خپل زوئ ته زنګونه وهل اؤ ویل یې زما زویه ته چرته یې؟”
یوې بلې میرمنې چې اوښی یې په دې پېښه کې مړ شوی، وویل” ما چې کله هغه ته زنګ ووهلو نو موبائیل بل چا پورته کړو، راته یې وویل دا خو ما دملبې څخه موندلی اؤ بیا یې موبائیل بند کړو”
په دغه پېښه کې دمړو شوؤ کسانو دمړو لټون تر اوسه روان دی خو لا نه ده واضحه شوې چې الوتکه دکومو علتونو له امله غورځېدلې ده.
ویل کیږي تباه شوې الوتکه بوئنګ ۷۳۷میکس ۸ دایتهوپیا هوایي شرکت تیر کال په نومبر کې اخستې وه اؤ دبوئنګ کمپنۍ هم دغسې یوه الوتکه تیرکال په اکتوبر کې هم دجکارته نه دالوت په مهال د جاوه په سمندر کې غورځېدلې وه چې پکې ۱۸۹ کسان مړه شوي وؤ.