لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

محب: ځینې هېوادونه غواړي افغان حکومت له روانو مذاکراتو بې خبره وساتل شي


نیویارک ــــ د امریکا په نیویارک ښار کې د اېشیا سوسایټي یوې غونډې ته په وینا کې د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمداللہ محب وویل چې افغان حکومت د طالبانو او امریکا تر منځ په قطر کې د سولې په اړه له روانو خبرو خبر دی، خو ځینې هېوادونه دي چې غواړي افغان حکومت د روانو مذاکراتو له خبرو او تفصیله بې خبره وساتل شي.

د ګل- دوشنبې په ورځ د خپلو خبرو په مهال ښاغلي محب زیاته کړه چې "افغان حکومت خپل ماموریت لري، دلته جمهوریت دی، د افغانستان مدني ټولنه، رسنۍ او افغان ولس د افغان حکومت ملاتړ کوي او افغان حکومت هم خپل ولس ته ځواب ورکوونکی دی او پکار دی چې د افغانستان د سولې په اړوند د هغوی د احساساتو او رايې بشپړ خیال وساتل شي".

د پاکستان د رول په اړه ښاغلي محب وویل، افغان ولس او حکومت دا تمه لري چې پاکستان دې د افغان سولې لپاره د زړه له اخلاصه خپل رول ولوبوي. ھغه وویل د دواړو ھېوادونو تر منځ چې د امن، ورورولۍ او پرمختګ لپاره کوم اېکشن پلان یا کاري پلان ټاکل شوی وو نو د هغې په لړ کې هیڅ عملي ګامونه نه دي پورته کړای شوي:

"دا مهال د پاکستان او افغانستان تر منځ په یوه شعبه کې هم تعاون نه شته. ھغه وویل چې که پاکستان د ترهګرو مرسته کوي او ھغوی ته پټنځایونه ورکوي نو بیا افغان سولې خبرې پای ته نه شي رسېدلای".

هغه وايي پاکستان د طالبانو په وسلوالو ډلو ډېر اثر لري، نو پکار ده چې پاکستان د سولې په لړ کې خپل مثبت رول ولوبوي او افغانستان ته دې د ترھګرو پر ځای د امن او ورورولۍ پیغام را ولیږي.

بل لور ته د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قرېشي ویلي، په قطر کې د طالبانو او امریکې تر منځ په روانو خبرو کې پرمختګ شوی دی. د سه شنبې- نهې په ورځ ښاغلي قرېشي د جرمني له سفیر سره په ګډ خبري کانفرنس کې وویل، پاکستان په افغانستان کې د سولې لپاره د هر ډول بین الافغاني خبرو ملاتړ کړی دی.

د افغانستان د امنیتي حالاتو او په راتلونکي جولای میاشت کې د ولسمشریزو ټاکنو په هکله ښاغلي محب زیاته کړه چې د افغانستان د ملي اردو شمېر دوو لکو سرتېرو ته رسېدلی او امنیتي چارواکي د راتلونکو ټاکنو د امنیت ساتلو لپاره چمتو دي.

ھغه وویل چې راتلونکي انتخابات ډېر مهم دي او دا به د افغانستان د روښانه سباوون ټاکنه کوي او افغان ولس ته به په راتلونکو ټاکنو کې د جمهوري قوتونو مرسته کوي. ھغه وویل:

"مونږ غواړو چې ملي اردو نورہ ھم مضبوطه شي خو له بده مرغه د اقتصادي ستونځو له کبله د خنډونو سره هم مخ یوو".

هغه له ملګرو ملتونو غوښتنه وکړه چې له افغانستان سره مالي مرستو ته دوام ورکړي. هغه وویل چې له طالب وسلوالو ډلو څخه هم زیات خطر افغانستان ته د کمزوري اقتصاد څخه دی او که دا مالي مرستې دوام و نه مومي نو طالب وسلوال هم د جګړې په میدان کې بریالي کېدای شي.

حمدالله محب وویل، له پاکستان سره ښې تجارتي اړیکې غواړي بلکې غواړي د پاکستان له لارې د ټول اروپا سره خپلې تجارتي اړیکې پیاوړي کړي ځکه چې دا لاره تر ټولو اسانه او ارزانه ده خو له بده مرغه پاکستان د افغانستان سره په سپین بولدک، تورخم ، مومندو او باجوړ لرې ټولې تړلي چې له کبله یې د دواړو هېوادونو کاروبار یا تجارت ته لوی زیان رسیږي.

ھغه وویل چې افغانستان د ایران د چابھار له لارې له ھندوستان او یورپ سرہ خپلې تجارتي اړیکې پیاوړي کول غواړي او ډېر زر به د ایران او افغانستان تر منځ د رېل ګاډي نیټورک هم جوړ کوای شي او د افغانستان د شمال له لارې د ازبکستان او ترکمنستان سرہ ھم تجارتي اړیکې پیل شي چې دا به د افغانستان اقتصاد ته ډېره وده ورکړي.

  • 16x9 Image

    فضل الله

    فضل الله په نیویارک کې د وي او اې ډیوه خبریال دی، له دې نه وړاندې هغه د پاکستان له بېلابېلو مطبوعاتو سره کار کړی دی. هغه د پاکستان ټیلیویژن او جیو ټیلیویژن د خبریال او په پخوانیو قبایلو سیمو کې د اطلاعاتو د څانګې د ډایریکټر په توګه هم کار کړی دی. د قبایلي سیمو او افغانستان ګڼ شمېر دورې یې کړې او د دغو سیمو په اړه یې رپوټنګ کړی دی.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG