لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پښتین: د ارمان لوڼي ګناه له خپل پښتونخوا وطن سره مینه او د خپل ولس ترجماني وه


واشنګټن ــــ د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین وایي، د پاکستان حکومت د پنجاب د ساهیوال پېښې لپاره د ګډو پلټنو ډله (جې ای ټي) جوړه کړه، چې په پلټنو کې یې یو تن ترهګرل پېژندلی، خو د ارمان د وژنې ایف ای آر یې تر څلوېښتو ورځو وروسته هم درج نه کړ.

ښاغلي پښتین وویل، ارمان لوڼي خو د امن پیغام ګرځاوه او کله یې هم د جنګ خبره نه ده کړې، خو هغه و وژل شو، ریاست یې ایف ای آر لا نه درج کوي، د انصاف توقع خو هسې هم نه شي کولای:

"هغه خو دا ویل چې امن دې وي، خلک دې نه ځورېږي، خلکو ته دې غمونه نه ور رسېږي، ریاست دې ظلم نه کوي، میندې نه ژړوي، خویندې دې په انتظار کې نه ساتي او هغه پاک لمنې مېرمنې چې په کور کې ناستې دي هغه دې تنګوي، زموږ د پښتونخوا ځوانان دې ولې دوی ذلیل کړي".

د سه شنبې- ګل په ماښام پر خپل فېسبوک پاڼه په خبرو کې منظور پښتین په ګیله من انداز وویل، د ساهیوال پر پېښه خلکو احتجاج وکړ، سره دې چې د ذیشان په نوم یو تن په هغه پېښه کې ترهګر پېژندل شوی، خو ریاست پر هغو احتجاج کوونکو ایف ای آر ونه کړ:

"خو که تا د نقیب مسید، د طاهر داوړ او د ارمان لوڼي خبره کوله، نو بیا درته وایي چې دا ففت جنرېشن وار [د ریاست په ضد آنلاین جنګ] دی، د دې مانا دا ده چې خلک کنفوز [ذهني ګډوډ] کړه، موږ پینځه غوښتنې وکړې، خو دوی چې پښتانه ډاډمن نه کړل، نو د خلکو کنفوژن یې پیل کړ، چې دا ټوپۍ یې له کومې راغله، هغه او دغه یې ولې داسې وکړل".

منظور پښتین اعلان وکړ، چې د مارچ په 13مه به د پاکستان د لویو او وړو ښارونو په ګډون د افغانستان او نړۍ په نورو هېوادونو کې هم د ارمان لوڼي څلوېښتي لمانځل کېږي او په دغو غونډو کې به بیا غوښتنه کوي چې د وژل شوي ملګري ایف ای آر یې درج شي او کورنۍ ته یې انصاف ورکړل شي.

ښاغلي پښتین وویل، یوه اوونۍ وړاندې د پاکستان د سېنټ یوې کمېټۍ پخپله غونډه کې د ارمان لوڼي د ایف ای آر د درج کېدو امر وکړ، خو تر اوسه درج نه شو:

"تاسو پخپله پوهېږئ چې تر سېنټ زورور څوک دي، ګنې پولیسو ته خو چې سېنټ وویل نو ولې ایف ای آر نه درج کوي، ځکه چې هغه ایس پي [عطاءالرحمن] له پوځه پولیسو ته راغلی او پوځ یې تر شا ولاړ دی دې کار ته یې نه پرېږدي".

د مارچ پر 5مه د ارمان لوڼي د وژنې په اړه د سېنټ کمېټۍ غونډه.
د مارچ پر 5مه د ارمان لوڼي د وژنې په اړه د سېنټ کمېټۍ غونډه.

د پاکستان پوځ تر اوسه د منظور پښتین دې تور ته په ځواب کې څه نه دي ویلي، خو د بلوچستان حکومت وایي د ارمان لوڼي د پوسټ مارټم رپوټ تر راتګ وروسته به څوک د هغه په وژنه کې مجرم وپېژندل شو، نو ضرور به یې د قانون منګولو ته سپاري.

د مارچ پر 5مه د سېنټ کمېټۍ غونډې ته د پاکستان د بشري حقونو مرکزي وزیرې شېرین مزاري ویلي وو، چې حکومت یې له پښتون ژغورنې غورځنګ سره په اړیکو کې پاته شوی او اوس هم ورسره اړیکي ساتي. مېرمن مزاري د ارمان لوڼي د ایف ای آر د درج کېدو غوښتنه کړې وه.

ځانګړې ویډیوګانې


د امریکايي خبریال د روس په زندان کې کال پوره کېدونکی دی
please wait

No media source currently available

0:00 0:04:17 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG