لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سرکاري کمیشن: په سلګونو نور لادرکه کسان د امنیتي ادارو په مرکزونو کې موندل شوي


واشنګټن ــــ په پاکستان کې د زرګونو بې درکه کسانو د لټون لپاره جوړ حکومتي کمیشن په لوی شمېر کې په زوره د بې درکه کړای شوو خلکو د موندلو ادعاګانې کوي، خو د بشري حقونو سازمانونه او سیاستوال دغه ادعاګانو ته د شک په سترګه ګوري.

کمیشن ویلي ۶۹۱ کسان په حکومتي حراستي مرکزونو کې بندي دي چې ۴۴۰ تنه یې په ډیرو بدو حالاتو کې دي. کميشن د دې خبرې پخلې هم کړې چې ۱۸۴ مړي یې تر لاسه کړي چې د بې درکه کسانو وو.

کمېشن ادعا کوي چې دوې سره ۵۶۰۸ بې درکه کسانو نوملړ ورته ورکول شوې چې په کې ۳۵۰۰ کسان موندلې او تر ۱۵۰۰ یې خپلو کورونو ته لیږلي.

خو د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین وې او اې ډیوه ته وییلي د بې درکه کسانو لپاره جوړ شوي کمېشن ته یې نزدې د ۸۵۰۰ بې درکه پښتنو نومونه ورکړې چې د کلونو راهسې د خپلو کورونو بې درکه دي.

بلې خوا د پاکستان د سیېنټ د کمیټۍ غونډه کې سنېټر عثمان خان کاکړ د بې درکه کسانو د موندلو په هکله د حکومت پاملرنه غوښتې او د کمیشن ځینې ادعاګانې یې نا سمه بللي دي.

ښاغلي کاکړ وې او اې ډیوه ته وویل: "د بې درکه کسانو د لټون کمېشن د بې درکو کسانو شمېر قصدا ډیر لږ ښیي او نه غواړي چې دغه لا درکه کسان وموندل شي. "

نن د چهار شنبې یا شورو ورځ د سینټ د کورنیو چارو قایمه کمیټي حکومتي کمیشن ته د لا نورو اختیاراتو ورکولو او ازخود کاروايي کولو واک ورکولو غوښتنه کړې.

د کمیشن د ادعا پر بنسټ تر اوسه ۱۵۰۰ بې درکه کسان یې خپلو کورونو ته لېږلي چې نه د دوي مقدمې درج شوي او نه هم د عدالت له لارې پرېښوول شوي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ یوه غوښتنه دا ده چې دغه په زرګونو بې درکه پښتانه دې عدالتونو ته وړاندې کړي او د عدالتي پروسې له لارې دې ورسره انصاف وشي. او که دوې په څه تورن نه وي نو ولې د پاکستان امنیتي ادارو دغه کسان په زوره او په غیري قانوني توګه بېولي وو؟

د یادونې وړ ده چې کال ۲۰۱۸ اپریل میاشت کې جسټس جاوید اقبال د بې درکه خلکو په هکله بوګنووکي مالومات رابرسېره کړي وو چې د پاکستان پوځي مشر جنرال پرویز مشرف د ۴۰۰۰ نه زیات پاکستانیان په امریکا او نورو بهرني هېوادونو په پېسو خرڅ کړي وو.

  • 16x9 Image

    منزه شهید

    منزه شهید جرمني کښې خپل ماسټري په سیاسې علومو کښې تر لاسه کړې او د کال ۲۰۱۵ راهسې د امریکا غږ ډیوه څانګې سره همکاره ده. منزه په ملټي ميډیا، راډیو او ټلویزیون کښې د شپږو کلونو اوږده تجربه لري. هغه د خبریالۍ ترڅنګ په سیاسي او ټولنیزو موضوعاتو لیکنې کوي.

    په ټوېټرې د منزه شهید سره رابطه کولی شئ:

    @MunazaShaheed

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG