لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امريکا وایي پاکستان دپي ټي‌ ایم دفعالینو ځورؤلو هڅې کړي دي


امريکې ویلي چې پاکستان دانصاف دغوښتنې دپاره راپورته شوي دپښتون ژغورنې غورځنګ پلویان ځورولي اؤ دهغوئ د حوصلو ماتولو هڅه یې کړې ده.

دامریکا دبهرنیو چارو محکمې دچهارشنبې په ورځ په ټوله نړۍ کې دبشري حقونو دوضعيت په کانګریس ته په وړاندې کړل شوي خپل يو راپور کې ويلي چې دپاکستان امنیتي ځواکونو په شکمنو مقابلو کې دعدالت نه پشي شا وژنې کړي اؤ دنقیب مسید په وژنه تورن راؤ انوار له نیول کیدو وروسته په ضمانت خوشې کړل شوی دی.

د راپور د جزئیاتو له مخې د کال ٢٠١٨م په مهال دپښتون ژغورنې غورځنګ يا پي ټي ايم خپل اکثریتي پښتانه پلويان دانصاف دغوښتنې او دامنيتي ځواکونو د ناروا چلن په ضد په پرلت غځولو کې دګډون لپاره چمتو کړل.

راپور کې دمبصرینو له خولې ویل شوي چې د پېښور، کراچۍ، اسلام اباد او لاهور په ګډون دټول هيواد په ګڼو ښارونو کې په زرګونو خلقو په پرامنه احتجاجونو کې برخه اخستې وه خو چارواکو دنیولو، ويرولو او تنګولو له لارې ددغو مظاهره چيانو دحوصلو ماتولو هڅه خو کړې خو دپي ټي ايم دپلويانو په ضد يې د منظم تشدد داعمالو مخه نۀ ده نيولې.

په راپور کې ويل شوي "داسې راپورونه دي چې حکومتي امنيتي ځواکونو ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې او هغوئ په ګرد هيواد کې دشکمنو تندلارو په ضد دعملياتو په مهال دعدالت ترشا وژنو کې ککړ دي"

دامریکا دبهرنیو چارو محکمه وایي ګڼ ميډيا راپورونه په ډاګه کوي چې پوليسو او امنيتي ځواکونو په پولیس مقابلو کې مشکوک ترهه ګر وژلي خو په دغو وژنو کې د عدالت ترشا د پښتون ځوان نقیب مسید وژنه هم شامل ده.

د راپور له مخې تیرکال دجنورۍ په ۱۳مه نېټه په کراچۍ کې پښتون ځوان نقیب مسید دپولیسو یوه شکمنه مقابله کې وژل شوی ؤ خو دبشري حقونو ملي کميسيون او دسندهـ پوليسو پلټونکي دې نتيجې ته رسيدلي چې دغه يو ماورائى عدالت وژنه وه چې دترهه ګرۍ ضد عملياتو په مهال رامينځته شوې وه.

دراپور له مخې په کوم لوړپوړي پوليس افسر( راؤ انوار) چې ددغو عملياتو دامر ورکولو تور دى هغه معطل کړى شوى او نيول شوى ؤ خو وروستو په ضمانت خوشې کړى شو، په هغه د٢٨م نومبر راهسې مقدمه روانه ده.

په دغه راپور کې ویل شوي چې خرابه امنیتي وضعه،دامنیتي ځواکونو اؤ تندلارو لخوا دخلکو ویرول، قبائیلي سیمو اؤ بلوچستان ته دبهر نه دخلکو په ورتګ دحکومتي اؤ امنیتي ځواکونو کنټرول هغه عمده لاملونه دي چې دبشري حقونو سازمانونه په دغو سیمو کې د پوځي بدسلوکۍ دښکار خلکو سره دمرستو په لړ کې دخنډانو سره مخ کوي

همدغه راز خبریالان هم دګڼو خنډونو له امله ددې جوګه نه دي چې ددغو سیمو وضعیت ښکاره کړي.

دغه راپور کې د پاکستان دننه هدفي وژنو، دخلکو په زوره بې درکه کولو ،لږکیو سره ناروا چلند اؤ دپاکستان دپوځ اؤ استخباراتي ادارو لخوا د حکومت دڅار لاندې کار نه کولو ته هم ګوټه نیول شوې ده.

دامریکا دبهرنیو چارو محکمه دا راپور هرکال تیاروي چې بیا هم ددې په اساس داړوند هیوادونو سره خپلې اړیکې پرمخ وړي.

پاکستان لا په سمدستي توګه دامریکا په دې تازه راپور خپل غبرګون نه دی ښودلی خو تر دې وړاندې چې کله هم په پاکستان دنورو هیوادونو یا دبشري حقونو دتنظیمونو لخوا دغسې نیوکي شوي نو هغه یې رد کړي اؤ دعوه کوي چې بشري حقونه په سختۍ سره مراعاتوي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG