لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان کې دارمان لوڼي څلوېښتي،ملګرو ملتونو نه پښتنو سره دانصاف غوښتنه شوې


دافغانستان پلازمینه کابل، غزني،کونړ،ننګرهار،پکتیا،پکتیکا اوخوست ولایتونو کې په سلګونو مدني فعالانو،فرهګیانو،لیکوالانو په بیلابیلو غونډو کې دپروفیسرارمان لوڼي دڅلویښتۍ مراسم نمانځلي دي.

ددې ناستو ګډون والو په کوټه کې دپي ټیم ایم دغړي ارمان لوڼي وژنه وغندله او دمنظور پښتون له مبارزې دملاتړڅرګندولو ترڅنګ یې دملګروملتونو په نړیوالو ادارو غږ وکړو چې دپښتون قوم له حقونو دفاع وکړي.

سویلي خوست هم یو له هاغو ولایتونو څخه دی چې دمدني ټولنو لسګونو غړو پکې دخیبر پښتونخوا دپي،ټي،ایم دغړي پروفیسرمحمد ابراهیم ارما لوڼۍ د وژل کیدو څلویښتي نمانځلې ده.

دڅلویښتۍ لمانځلو په هدف جوړو شوو مراسمو ته په وینا کې د مدني ټولنو غړو وویل ارمان لوڼي پښتون قوم ته دعدالت او انصاف درسیدو چغه پورته کړې وه او دوی به دهغه غږ په مدني او ټولنیزو حرکتونو کې ژوندی ساتي.

دمدني ټولنې غړي همایون وائس اف امریکه ډیوه سره په خبرو کې وویل، دارمان لوڼي مبارزه سپیڅلې وه او له همدې امله په خوست کې ګڼ خلک دهغه څلوېښتۍ نمانځلو ته راټول شوي وؤ.

نوموړي وویل"دارمان لوڼي ریښتنی غږ به ژوندی ساتو او دبشري حقونو دنړیوالو ادارو څخه غوښتنه کوؤ چې له ارمان لوڼي سره دشوي ظلم په څیرله هرانسان سره چې زیاتی کیږي دهغې مخه ونیسي او زمونږ غږ بدرګه کړي"

دمدني ټولنې غړی فریدقربان دارمان لوڼي وژنه له ډیوې سره دخبرو پرمهال ستربشري جنایت یاد کړ.

نوموړی وايي د ارمان لوڼي دوژل کیدو کیس لاهم دپاکستان قضايي محکمو نه ده رسمي کړې

قربان دبشري حقونو دخوندیتوب له نړیوالو ادارو څخه غوښتنه وکړه چې دابراهیم ارمان لوڼي قضیې دڅېړنې په پروسه او هغه ته دانصاف په ورکړه کې مرسته وکړي.

هغه وویل چې دپي ټي ایم مبارزه دپښتنو دحقونو ترلاسه کولو لپاره پیل شوې او د ځواکمنتیا لپاره یې باید په ټوله سیمه او نړۍ کې مټې پیاوړې کړل شي.

قربان وویل"که پښتانه په ارامه کښیني دهغوی حق تر پښولاندې کیږي،هغوی وژل کیږي،ټکول کیږي،لاره داده چې پښتون دې خپله ځان په خپله مضبوط کړي،دپي،ټي،ایم دغه مبارزه باید په ټولو پښتنو او ټوله نړۍ کې قوي شي ځکه چې مونږ بله لار نه لرو"

دپي‌ ټي ایم مشرن تور لګوي چې دپښتون ژغورنې غورځنګ مهم غړی پروفیسرابراهیم ارمان لوڼی دفبرورۍ میاشت کې دبلوچستان په لورلايي سیمه کې دیوې احتجاجي غونډې پرمهال دپولیسو په تشدد وژل شوی خو پولیس وایي چې هغه د زړه د دورې له امله مړ شوی دی

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG