لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان په نوي حکومت باور او په کمزوري اقتصاد اندېښنې


واشنګټن ــــ د امريکا د سروې يوې ادارې پخپله وروستۍ سروې کې ښکاره کړې ده چې د پاکستان نوی حکومت په ولس کې ډېر محبوبيت لري خو په ملکي اقتصاد او 2018م کال کې شوو انتخاباتو باندې د خلکو اندېښنې هم شته.

دغه سروې په امريکا کې د انټرنېشنل ريپبلیکن انسټيټيوټ له خوا تېر کال د نومبر د لومړۍ نېټې نه تر 22مې نېټې پورې تر سره شوې چې پکې د پاکستان د 3991 کسانو نه د هېواد د اقتصاد او حکومت په اړه پوښتنې شوې دي.

د اېشيا لپاره د دغې ادارې ډایریکټر جوهانه کاو ويلي، اکثره پاکستانيان په ملک کې د خراب اقتصاد په اړه اندېښمن دي خو زياتوي د اقتصادي چيلنجونو باوجود د وزيراعظم او نوي حکومت په اړه د باور کچه لوړه ده او اکثره پاکستانيان غواړي چې نوي حکومت ته په اقتصادي کړکېچ قابو موندلو لپاره نور وخت ورکړي.

د آی آر آی له خوا په تر سره شوې دغه سروې کې 57٪ خلک په دې نظر دي چې وزيراعظم عمران خان خپل کار په ډېر ښه شان تر سره کوي او 56٪ خلک د نوي حکومت په حق کې دي.

ډایریکټر جوهانه کاو وايي، د حکومت د کارکردګۍ پته به د دې خبرې نه لګي چې ور پېښ اقتصادي چېلجونه څه ډول له منځه وړي.

په دغه سروې کې 39٪ خلکو په ملک کې په روانه ګرانۍ اندېښنې ښودلې دي، په دويم نمبر 18٪ خلکو په هېواد کې د زياتېدونکي غربت نه سر ټکولی او په دريم نمبر 15٪ خلکو په سروې کې ويلي چې بې روزګاري د پاکستان لويه مسئله ده.

دغه سروې وايي، د کومو خلکو نه چې پوښتنې شوې په هغو کې 77٪ خلکو چې عمرونه يې د 18 او 35 کالو تر منځ دي ويلي، په پاکستان کې د ځوانانو لپاره بې روزګاري تر ټوله لويه ستونزه ده.

آی آر آی د امريکا يوه غیرحکومتي اداره ده چې له 2002م کال راهسې په پاکستان کې د جمهوريت، بشري حقونو او د ښځو لپاره د پروګرامونو ملاتړ کوي، د پاکستاني ولس د دې وروستۍ نظرپوښتنې مقصد هم دا دی چې په پاکستان کې منتخب پارليماني غړي د ولس د ستونزو نه خبر شي.

د اقتصادي چارو د څانګې په وروستي رپوټ کې ویل شوي چې د پاکستان اوسني حکومت د تېر کال له جولای میاشتې نه تر دسمبر پورې 2.3 اربه ډالر پورونه اخیستي چې پکې 83 کروړه او 60 لکه له چین څخه دي، همدغه راز له کمرشل بېنکونو څخه په شپړو میاشتو کې 50 کروړه ډالر، له اېشیايي پرمختیايي بېنک څخه 33 کروړه او 90 کروړه ډالر او له اسلامي پرمختیایي بېنک څخه 27 کروړه او 20 لکه ډالر پورونه اخیستل شوي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG