لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ایف ای آر لپاره پولیسو ته د ورکړل شوي اختیار په ضد د پاکستان د وکیلانو احتجاج


واشنګټن ــــ د بلوچستان د مرکز کوټې په ګډون د صوبې په ټولو عدالتونو کې نن د سپریم کورټ د عدالتي کونسل د هغې پرېکړې په ضد کاربندیز شوی، چې په نوې عدالتي پالیسۍ کې یې د جرم په مقدمو کې د ایف ای آر درج کولو ټول واک له عدالته پولیسو ته سپارلی دی.

تر پنجاب او اسلام اباد وروسته نن د جمعې په ورځ د بلوچستان په ټولو عدالتونو کې عدالتي چارې په ټپه ولاړې وې او وکیلان د احتجاج په توګه د مقدمو اورېدنو ته حاضر نه شول. د بلوچستان د وکیلانو د اتحادیې صوبایي مشر محمد دین کاکړ د کاربندیز په اړه د وي.او.اې ډیوه خبریال حمید سمسور ته ویلي:

"د جرمونو په قانون کې یې د 22-اې او 22-بي واک یې د سېشن کورټ له قاضیانو اخیستي، ایس پي او ایس ایچ او ته یې ورکړي دي، ځکه موږ د جوډیشل پالیسۍ په خلاف بلوچستان بار کونسل نن ټولو وکیلانو ته هدایت کړی وو چې عدالتونو ته مه وړاندې کېږئ".

د پنجشنبې- زیارت په ورځ د پنجاب او اسلام اباد د وکیلانو اتحادیو هم د هېواد د اعلی عدالتي کونسل د نوې پالیسۍ په ضد له عدالتونو بایکاټ کړی وو او غوښتنه یې کړې وه چې نوې عدالتي پالیسي دې د وکیلانو د اتحادیو په سلا مشوره جوړه شي.

وکیلان غواړي چې سپریم کورټ دې پر خپله نوې عدالتي پالیسۍ بیا کتنه وکړي، ځکه چې وایي دا کار به نه یواځې پولیس زړور کړي او هغه ای ایف آرونه به نه درج کوي چې پولیس یا نورې امنیتې ادارې پکې تورنې وي، بلکې دا کار به کرپشن ته هم لاره هواره کړي.

د بلوچستان یو بل وکیل صادق خان علیزی وايي، د پښتون ژغورنې غورځنګ د فعال غړي ارمان لوڼي ایف ای آر چې تر اوسه نه دی درج شوی، نو دوی سېشن کورټ ته درخواست ورکړی وو او منل شوی وو، خو وایي اوس له عدالته دا واک بیرته واخیستل شو، چې پولیسو ته د ایف ای آر درجولو امر وکړي.

دا چې له عدالته د ایف ای آر په درج کېدو کې د 22- اې او 22- بي سیکشن واک واخیستل شو، آیا دا به په پولیس تاڼو کې د ایف ای آر په درج کولو کې څه ستونځې پیدا کړي که څنګه، وکیل صادق خان علیزی وایي:

"اثر به یې دا وي چې پولیس به زړور شي که ایف ای آر نه درج کوي، مخکې به یې څه ویره وه او کله به دوی پیسې غوښتې وې نو وېرېدل به چې خلک به بیا سېشن جج ته لاړ شي، سېشن جج به بیا له پولیسو سره سختي کوله او د ایف ای آر درج کولو امر به یې ورته کاوه".

صادق خان علیزی وایي، د سپریم کورټ په اعلی عدالتي کونسل (سپریم جوډیشل کونسل) کې د ټولو صوبو او د مرکز اسلام اباد د وکیلانو د اتحادیو غړي موجود وي، خو وایي د نوې عدالتي پالیسۍ په غونډه کې پولیسو ته د ایف ای آر د واک ورکولو په اړه له دوی څخه سلام مشوره نه ده اخیستل شوې.

وکیلان اندېښنه لري چې پولیسو ته د مقدمې درج کولو د بشپړ واک له سپارلو سره به د هغو خلکو ایف ای آرونه هم نه درج کېږي، چې پخپله د پولیسو او نورو امنیتي ادارو کسان پکې تورن وي، وایي دا کار به د دې سبب شي چې پولیس او امنیتي ادارې له خپل واکه ناجایزه ګټه واخلي.

د پاکستان د وکیلانو اتحادیې (پاکستان بار کونسل) د هېواد اعلی عدالتي کونسل ته درې ورځې وخت ورکړی، چې که یې د ایف ای آر درجولو په برخه کې د عدالت واک بیرته پر ځای نه کړ، نو دوامداره احتجاجونه به پیل کړي.

  • 16x9 Image

    بارکوال میاخېل

    بارکوال میاخېل لیکوال او خبریال دی، په واشنګټن ډي.سي کې له وي او اې ډیوه سره د ملټي مېډيا، ویبپاڼې او ادبي پروګرامونو په برخه کې کار کوي. پر بېلابېلو سیاسي، ادبي، ټولنیزو او کلتوري موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

Recommended

XS
SM
MD
LG