لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

هند د پلوامه بريد نه دی هېر کړی د ترهګرو او ملاتړو پرضد به يې عملیات کوي


د هند د ملي امنيت سلاکار اجيت ډووال په پاکستان کې د موجودو ترهګرو پرضد د نورو عملياتو کولو ويلي او زياته کړې يې ده هند د پلوامه بريد نه دی هېر کړی.

د نهې/ سه شنبې په ورځ د نيم پوځې ځواک سي ار پي اېف د ۸۰م کليزې دستورې ته په وېنا کې ډووال وویل هند نه خو د پلوامه بريد هېر کړی او نه به يې هېر کړي.

هغه ويلي "نور عملیات به چرته او کله کولی شي د دې پرېکړه به مشرتابه کوي. دا عمليات به د ترهګرو پرضد وي یا د هغوي د ملاتړو پرضد".

دغه ځواک چې ډوبال ورته وېنا کړې په ۱۴م فرورۍ پرې د هندي کشمير په پلوامه سيمه کې ځانمرګی برید شوی او د ۴۰ نه زيات سرتيري يې پکې وژل شوي وو.

د يادې پېښې وروسته په ۲۶م فرورۍ هند د پاکستان د خېبرپښتونخوا صوبې په بالاکوټ علاقه کې د جېش محمد ډلې په مرکز د بريد ادعا کړې چې د ۲۵۰ نه زيات ترهګر يې پکې وژلي وو خو پاکستان دا ادعا رد کړې وه.

پاکستان بيا په ۲۷م فرورۍ د هند د دوه جنګي الوتکو رانسکورولو او یو هندي پايلټ د نيولو ويلي ؤ.

هند د خپلې یوې الوتکې تباه کېدل منلي وو.

د يادو عملیاتو وروسته د هند او پاکستان اړيکې سختې تاؤژنې شوي او د دواړو هېوادونو لخوا د يو بل پرضد د بيانونو ورکولو لړۍ دوام لري.

ځانګړې ویډیوګانې

سندره او خبره
please wait

No media source currently available

0:00 0:29:30 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG