لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بلوچستان:په امنیتي پوسته برید کې دلیویز شپږ عسکر وژل شوي


چارواکي دغه برید تیره شپه ناوخته نامعلومو وسله والو دبلوچستان د زیارت ضلعې په سره کټائي سیمه کې دامینتي ځواکونو په یوه پوسته کړی چې پکې شپږ دلیویز عسکر وژل شوي.

د زیارت ډپټي کمشنر ښاغلي قادر بخش پرکاني اؤ دلیویز اسسټننټ کمشنر کبیر زرکون ددې پېښې پخلی کړی اؤ منلې یې ده چې شپږ عسکر پکې وژل شوي دي.

دلیویز اسسټننټ کمشنر کبیر زرکون دچهارشنبې په ورځ‌ خبریالانو ته ویلي له برید وروسته وسله وال په تېښته بریالي شوي اؤ په برید کې د وژل شوؤ عسکرو مړي دسنجاوي تحصیل روغتون ته رسول شوي دي.

دسرچینو له مخې د برید نه وروسته په ګڼ شمیر کې امنیتي ځواکونه سیمې ته رسیدلي اؤ د لټونې عملیات یې پیل کړي خو تر اوسه یې ددې پېښې په تړاؤ څوک نه دي نیولي.

بل لوري ته دپاکستاني طالبانو تحریک ددې پېښې پړه پغاړه اخستې ده اؤ ویلي یې دي چې هغوئ دشپږو عسکرو د وژلو ترڅنګ دامنیتي ځواکونو دوه کلاشنکوفونه هم دځان سره وړي دي.

دپاکستاني طالبانو دتحریک ویاند پخپل یو بیان کې ویلي چې څه موده وړاندې هم په دغه امنیتي پوسته دهغوئ(طالبانو) څو ملګري وژل شوي وؤ اؤ دهغوئ دبدل اخستلو په موخه په سره کټائي سیمه کې په امنیتي پوسته طالبانو برید کړی.

طالبانو په راتلونکي کې په امنیتي ځواکونو ددغسې نورو بریدونو ګواښ هم کړی دی.

بلوچستان کې تر دې وړاندې هم وخت په وخت طالبانو په امنیتي ځواکونو ورته حملې اؤ‌ځانمرګي بریدونه کړي چې پکې په سوونو عسکر اؤ لوړپوړي امنیتي چارواکي وژل شوي اؤ ژوبل شوي دي.

بلوچستان دپاکستان هغه ناقراره صوبه ده چې که یو خوا پکې طالبان اؤ نورې تندروه ډلې په امنیتي ځواکونو بریدونه کوي نو بلخوا د ریاست نه مرورو بلوڅ یاغي تنظیمونو هم دتیرو لسو کالو راهسې دغلته وسله وال مقاومت پیل کړی اؤ وخت په وخت په امنیتي ځواکونو بریدونه کوي.

دپاکستان حکومت بلوچستان کې د امنیت دخرابې وضعې ترشا د ځېنو ګاونډي هیوادونو لاسونه ګڼي خو یاغي بلوڅ تنظیمونه تور لګوي ریاست دبلوچستان دخلکو په ټولو وسیلو قبضه کړې اؤ خلک یې دخپلو ائیني،جمهوري اؤ انساني حقونو نه محروم ساتلي چې له دې امله بلوڅ تنظیمونه وسله والې مبارزې ته اړ شوي دي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG