لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دمشال خان وژنه کې اسدکاټلنګ اؤ عارف ته دعمري بند سزا واورؤل شوه


په پېښور کې دترهګرۍ دمخنیوي محکمې دمردان په عبدالولي خان پوهنتون کې د مذهب دسپکاوي په تور د وژل شوي طالبعلم مشال خان د وژنې په جرم کې دوؤ مجرمانو ته دعمري بند سزا اورولې اؤ دوه نور تورن کسان یې ددغه قضیې څخه بري کړي دي.

دمشال خان پلار اقبال د محکمې لخوا دوؤ مجرمانو ته دعمري بند ورکولو سزا باندې تسله ښکاره کړې خو وایي خپلو وکیلانو سره به له مشورې وروسته پرېکړه وکړي چې په دغه قضیه کې دبرې کړل شوؤ دوؤ تورنو کسانو په ضد هائیکورټ ته اپیل وکړي کنه.

د پېښور د ترهګرۍ دمخنیوي دمحکمې قاضي محمودالحسن خټک نن دزیارت په ورځ دمشال خان په وژنه کې دتورنو څلورو کسانو اسد کاټلنګ، صابرمایار، عارف خان مردانوي او اظهار الله په اړوند د وړاندې نه خوندي کړل شوې پرېکړه اورولې.

دمحکمې پرېکړه کې څه دي؟

دترهګرۍ دمخنیوي دمحکمې جج یا قاضي پخپله پرېکړه کې د واکمن ګوند سره تعلق لرونکی دتحصیل کونسلر عارف خان اؤ اسد کاټلنګ دمشال خان د وژل کیدلو ذمه وار ګرځولي.

پخپله پرېکړه کې جج ویلي چې دثبوتونو څخه په ډاګه شوې چې عارف کونسلر پخپله پارونکې وینا دمشال خان په ضد خلک راپارولي وؤ اؤ دهغه د وژنې په سازش کې یې دیو مهم کردار په توګه رول لوبولی دی.

همدغه شان یادې محکمې په دې مقدمه کې دبل سزاوار شوي مجرم اسد کاټلنګ په هکله ویلي چې د پېښې ویډیوګانو کې لیدل کیږي چې اسد کاټلنګ نه یوازې مشال خان باندې تشدد کړی بلکې نور خلک یې هم ناوړه جرم ته لمسولي وؤ.

خو محکمې بیا دمشال خان په وژنه تورن صابر مایار اؤ‌ اظهار الله په هغوئ دلګول شوؤ تورونو نه پاک ګرځولي اؤ ویلي یې دي چې استغاثې دهغوئ په ضد داسې هیڅ ثبوت مخې ته نه دی راوړی چې ترې دمشال خان وژنه کې دهغوئ لاس ثابت شي.

دترهګرۍ دمخنیوي محکمې ددغو دواړو کسانو دخوشې کولو امر کړی دی.

په ۱۳م اپرېل ۲۰۱۷م د مردان په عبدالولي خان پوهنتون کې قهرژنو کسانو چې زياتره پکې د پوهنتون زده کوونکي وو د مذهب د سپکاوي په تور د ژورنالزم د څانګې زده کونکی مشال خان په وهلو ټکولو وژلی ؤ.

دهغه له وژل کیدلو وروسته دغه یاد څلور واړه کسان دمشال خان د وژنې مقدمه کې نامزد کړل شوي وؤ خو دوئ تر ډيره وخته ځانونه پټ کړي وؤ اؤ وروسته پولیسو نیولي اؤ دتېر کال دستمبر په مياشت کې پرې فرد جرم لګول شوی ؤ.

قانون پوهان څه نظر لري؟

دمشال دقضیې پیروي کوونکي قانوندان ښاغلي ممتاز احمد رسنیو ته ویلي د محکمې دبشپړې پرېکړې مخې ته له راتلو وروسته به دبري کړل شوؤ دوؤ تورنو کسانو په ضد هائیکورټ ته د اپیل کولو په بابله پرېکړه کوي.

هغه وویل په محکمه کې د یادؤ څلورو واړو تورنو کسانو په ضد کوټلي ثبوته اؤ ګواهان وړاندې کړل شوي اؤ دکومو ګواهانو اؤ ثبوتونو په رڼا کې چې اسد کاټلنګ اؤ عارف کونسلر ته دعمري بند سزا ورکړل شوې حیرانیتا داده چې ددغو ثبوتونو په رڼا کې دحمایت مایار اؤ اظهار الله دبرې کیدلو پرېکړه څنګه وشوه.

قانوندان ممتاز احمد وویل چې محکمې ته درې عیني ګواهان اؤ ۱۱ داسې تصدیق شوې ویډیوګانې دثبوت په توګه ښودل شوي چې دمشال په وژنه کې دلاس لرونکي هر تن مخ اؤ جرم ترې څرګند دی.

​دمشال خان پلار ښاغلي اقبال دخپل زوئ په وژنه کې لاس لرونکو دوؤ مجرمانو ته دمحکمې لخوا په اورول شوې سزا تسله ښکاره کړې اؤ خبریالانو ته یې ویلي مشال خان ډیر په بربریت سره دپوهنتون دننه وژل شوی ؤ اؤ یو داسې تور پرې لګول شوی ؤ چې حقیقت سره یې هیڅ اړخ نه لګولو.

هغه وویل له پلټنو ثابته شوې وه چې مشال خان دمذهب هیڅ سپکاوی نه ؤ کړی اؤ نن چې محکمې دهغه قاتلانو ته په سزا ورکولو سره دهغوئ دکورنۍ په زخمونو پټۍ اېښودلې ده.

ښاغلي اقبال زیاته کړه چې د محکمې ددې پرېکړې په اړوند به دقانوني ماهرانو سره مشوره کوي اؤ بیا به وروسته پرېکړه وکړي چې د بري شوؤ دوؤ تورنو کسانو په ضد هائیکورټ ته اپیل وکړي که نه؟

هغه وویل دمحکمې دې پرېکړې سره به بهرنۍ نړۍ کې هم دپاکستان دانصاف مخ یو څه راڅرګند شي.

دمشال خان د وژنې پس منظر

په کال ۲۰۱۷م کې دمردان په عبدالولي خان پوهنتون کې د ژورنالیزم دڅانکې د زده کوونکي مشال خان د مذهب په تور له وژل کیدو وروسته د پلټنو ډلې (جی آیي ټي) په خپل راپور کې مشال خان بې ګناه او ۶۱ کسان يې ددې پېښې ذمه وار ګرځولي وو.

په دغو کې ٥٧ کسان نيول شوي وؤ او مقدمه پرې د ایبټ آباد د ترهګرۍ دمخنیوي محکمې د هري پور په بندي خانه کې دننه چلیدلې وه.

تېر کال د مشال خان د وژنې په مقدمه کې د هري پور په بندي خان کې د ترهګرۍ ضد عدالت په خپله فېصله کې يو تن ته د مرګ ، پينځوؤ ته د عمري بند او ۲۵ نورو ته د څلورو څلورو کالو د بند سزاګانې اورولې وې او ۲۶ کسان خوشي کړی شوي وو.

خو وروسته د فرورۍ د میاشتې په ۲۷م نېټه د پېښور هايکورټ د اېبټ اباد څانګې د مشال خان د وژنې په مقدمه کې د هاغو ۲۵ مجرمانو سزا معطل کړې وه چاته چې د څلور کاله بند اورول شوې او د هغو د خوشي کېدو ضمانتونه يې منظور کړي وو.

ددغو خوشې کړل شوؤ کسانو دسزا دمعطلۍ په ضد هم د مشال خان پلار دپېښور هائیکورټ ته اپیل کړی دی.

په پاکستان کې په بیلابیلو وختونو کې دمذهب دسپکاوي په تور ګڼ شمیر خلک وژل شوي دي چې زیاتره پکې داقلیتي رورولۍ وکړي دي.

دوه ورځې وړاندې هم دپاکستان دپنجاب صوبې په بهاولپور سیمه کې دکالج یو استاد خالد حمید دخپل شاګرد دلاسه په دې خبره وژل شوی چې ولې یې په کالج کې دهلکانو اؤ جینکو ګډې "غیراسلامي غونډې "کولو ته اجازه ورکړې ده .

په تیرو وختونو کې دپاکستان دپنجاب صوبې ګورنر سلمان تاثیر اؤ دلږکیو د ورورولۍ سره تعلق لرونکی دمذهبي چارو یو مرکزي وزیر هم دمذهب دسپکاوي په تور وژل شوي دي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG