لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کابل کې دنوروز په مراسمو بمي چاودنې شوي


دافغانستان پلازمینې کابل ښار په کارته سخي زیارت کې دنوي کال دلمانځو په مراسمو کې چاودنې شوي.

د افغانستان د عامې روغتیا د وزارت ویاند وحیدالله مایار په ټویټر ددغه چاودنو د لمړیو تلفاتو څرګندؤلو په ترج کې ویلی چې په دغه پیښه کې شپږ تنه وژل شوي اؤ ۲۳ نور ژوبل شوي دي.

چارواکي وایي دغه چاودنې دکارته سخې زیارت کې د جنډې پورته کولو څخه وړاندې دپنجشنبې په سهار نهو بجو ترسره شوې.

کابل کې په زرګونو ښاریان هر کال د کال په وړومبۍ ورځ د سخي زیات ته ورځي او هلته د جنډې د پورته کولو په مراسمو کې په ګډون سره د نوي کال او نوروز لمانځل پیلوي.

دسیمې څخه د ډيوه خبریال حقمل روان چې ددغو چاودنو پخپله عیني شاهد هم دی وايي لومړنی دوه غبرګې چاودنې ترسره شوې او وروسته لس دقیقې وروسته یوه بله درنه چاودنه هم په روانو مراسمو کې ترسره شوه.

دا چاونې په داسې حال کې شوي چې په کارته سخې کې دنوروز دمراسمو لمانځلو لپاره په سیمه کې کلک امنیتي تدابیر هم نیول شوی ؤ

دچاودنو نه وروسته په ګڼ شمیر کې امنیتي ځواکونه اؤ مرستندویه فعالین د چاودنو ځائ ته رسیدلي اؤ‌ په پېښه وژل شوي اؤ ژوبل شوي کسان روغتون ته رسول شوي دي.

تر اوسه ددې چاودنو پړه چا په غاړه نه ده اخستې خو چې دنوروز مراسم "حرام" ګڼي افغانستان کې د زیاترو بمي چاودنو اؤ بریدونو پړه په غاړه اخلي .

پروسکال هم د نوي کال په لومړۍ ورځ د سخې زیارت سره نزدې د علي اباد روغتون ته څیرمه یو ځانمرګي برید شوی ؤ چې پکې ۲۹ کسان وژل شوي او شاوخوا ۵۰ نور ژوبل شوي وو.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG