لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بنو: د بکاخېل کمېپ کډوالو بيرته خپلو علاقو ته د ستنېدو دپاره احتجاج کړی


د بکاخېلو د کډوالو احتجاج
د بکاخېلو د کډوالو احتجاج

د بنو په بکاخېل کېمپ کې د شمالي وزیرستان کډوالو احتجاجي لاريون کړی او وايي دوي دې خپلو علاقو ته ولېږل شي ځکه دوي نور د کډوالۍ ژوند تنګ کړي دي.

دا احتجاجي لاریون نن د زيارت/ پنجشنبې په ورځ د بنو فضل قادر پارک څخه روان شوی او د پرېس کلب پورې تللی دی.

د احتجاج يو ګډون وال اصل مير وايي د بکاخېلو په کېمپ کې کډوالو ته ورپېښې ستونزې په خپل ځای دي، خو د افغانستان څخه چې بيرته کوم کډوال کېمپ ته راغلي هغوي ته د څلورو کالو راهسې هيڅ ډول مرستې نه ورکړل کيږي.

وي اوای ډیوه سره په خبرو کې هغه وويل د افغانستان څخه بيرته ستانه شوؤ کډوالو ژوند ډېر په سخته تيريږي ځکه چې دلته د کومو کډوالو سره مرستې کیږي هغه د دوي سره نه کیږي.

د پاکستان د دولتي شمېرو ته افغانستان ته د شمالي وزيرستان نه ۱۵زره کورنۍ کډوالې شوې خو افغان دولت دا شمېره ۲۰ زره ښايي.

د پاکستاني چارواکو په وېنا د افغانستان څلور زره کورنۍ بيرته ستنې کړی شوي چې په دوي کې ځينې خپلو علاقو ته لېږل شوي او نزدې دوه زره پکې د بکاخېل په کېمپ کې دېره کړی شوي دي.

کډوال او د قدرتی افتونو په وخت د انتظام د ادارې (اېف ډي اېم ای) چارواکي وايي د بکاخېل په کېمپ کې ۸۰۰ کورنۍ داسې دي چې حکومتي مرستې ورسره نه کيږي.

د اېف ډي اېم ای چارواکي وايي دا کډوال د افغانستان څخه د حکومت په ټاکلو لارو نه دي راغلي اندراج یې نه دی شوی ځکه دوي ته مرستې نه ورکړی کيږي.

اصل مير وايي په افغانستان کې دا وخت هم په زرګونو کورنۍ دېره دي حکومت بايد د دغو خلکو بيرته راوستلو دپاره لاره جوړه کړي.

د شمالي وزیرستان د کډوالو د کمېټۍ مشر غلام وزير وايي په کېمپ کې بنیادي اسانتياوې نشته خېمې يې زړې شوي او کډوال د سختې ذهني ناروغۍ سره مخ شوي دي.

هغه وويل نن يې په بنو کې احتجاج وکړو که غوښتنې يې ونه منل شوې بيا به اسلام اباد ته ځي او هلته به خپلې غوښتنې کوي چې د دوي سره کېدونکی غېر انساني سلوک دې بند کړی شي.

وزير زياته کړه د شمالي وزيرستان کډوال هم د پاکستان د نورو وګړو په څېر حقونه لري دوي د پاکستان دپاره قرباني ورکړې دوي ته ويل شوي وو چې علاقې پرېږدي خو اوس دې د دې کډوالو تپوس وشي او بيرته دې خپلو علاقو ته ولېږل شي.

کډوال وايي دوي داسې وزيرستان غواړي چې هلته امن وي چاپې نه وي د خلکو زورول نه وي او ترهګري نه وي.

په شمالي وزيرستان کې د کال ۲۰۱۴م په نيمايۍ کې پوځ د تندلارو پرضد د ضرب عضب په نوم عمليات کړي د کوم له امله چې د سيمې څخه د یو لاک نه زياتې کورنۍ کډه شوې وې.

د اېف ډي اېم ای ترمخه دا وخت د شمالي وزيرستان ۱۵ زره کورنۍ د کډوالۍ ژوند کوي او افغانستان ته کډه شوې کورنۍ له دې پرته دي.

د پاکستان حکومت او پوځ وايي نه يواځې شمالي وزيرستان بلکې ټولې قبايلي ضلعې يې د تندلارو څخه پاکې کړي دي.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG