لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په سوریه کې د داعش د پاتې شونو پرضد چاڼیز عملیات روان دی


د سوریې ډیموکراټیک ځواکونه د داعش په وړاندې خپل بری لمانځي
د سوریې ډیموکراټیک ځواکونه د داعش په وړاندې خپل بری لمانځي

واشنګټن: د سوریې په شمال ختیځ ښار باغوز کې د داعش د وروستیو پاتې شونو پرضد د امریکا تر مشرۍ لاندې ځواکونو لخوا د چاڼیز عملیات دوام لري.

امنیتي ځواکونه د وسلوالو داعشیانو، ځمکنیو ماینونو او نورو چاودېدونکو توکو د لټون هڅې کوي.

دغه هڅې یوه ورځ وروسته له هاغې پېل شوې کله چې د سوریې ډیموکراټیکو ځواکونو یاده سیمه له داعش څخه ونیوله چې د چارواکو لخوا ددغې ترهګرې ډلې پر وړاندې د پام وړ مهم پرمختګ ګڼل کېږي.
د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ په واشنګټن کې خبریالانو ته وویل چې په سوریه کې له داعش سره یوه وړه برخه پاتې ده او هغه به هم په څو ساعتونو کې له هغوي څخه ازاده شي.

د سوریې ډیموکراټیک ځواکونه وايي، په باغوز کې د وروستیو عملیاتو پرمهال کابو ۱۵۰۰۰ داعشیان تسلیم شوي دي چې یو شمېر پکې د داعش ټپي جنګیالي هم دي.

دوی دا هم وايي، چې د داعش پاتې شونو ښايي له ځان سره ځینې بندیان او برمته کسان هم ساتلي وي خو په دې وروستیو ورځو کې د هغوی د برخلیک په اړه څه نه دي ویل شوي.

د امریکا تر مشرۍ لاندې ایتلاف د شورو یا چهارشنبې په ورځ وویل، د داعش ترهګرې ډلې د ماتولو د باوري کولو په برخه کې هېڅ ډول هڅې کمې شوې نه دي.

داسې اندېښنې هم شته چې د داعش په ګڼ شمېر جنګیالي د ځمکې لاندې تونلونو کې پټ شوي چې په ځینو ځایونو کې تر دوه کیلومټرو پورې اوږده دي.

د کردي ملیشو یو چارواکي زانا احمدي رسنیو ته وویل، چې د داعش یوه ډله اوس هم جګړه کوي او له خپلو کورنیو او نورو انسانانو څخه د ډال په توګه کار اخلي.

د چارواکو د احتیاط سره سره د شورو یا چهارشنبې په ورځ په باغوز ښار کې خلکو د داعش د ماتېدو جشنونه وکړل چې پکې د سوریې ډیموکراټیکو ځواکونو له میوزیک سره نڅاوې او ډانسونه وکړل.

د مجید هېجو په نامه یوه جنګیالي د فرانسې خبري رسني ته وویل چې دوی وګټله او ترهګر دوښمن یې له منځه وړی.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG