لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دپاکستان مشرتابه سره دصدر ټرمپ دلیدنې اشاره،ایا پاکستان ته دامریکا قار کم شوی؟


دامریکا صدر ښاغلي ډانلډ ټرمپ دپاکستان اؤ امریکا اړیکې غوره بللي دي اؤ دپاکستان مشرتابه سره یې په نزدې راتلونکي کې دلیدنې هیله ښکاره کړې ده.

تیره ورځ واشنګټن کې یو مطبوعاتې کانفرنس ته د وینا په مهال چې کله دصدر ټرمپ څخه د هند اؤ پاکستان د اوسني وضعیت په اړوند پوښتنه وشوه نو صدر ټرمپ وویل “پاکستان- مونږ به دپاکستان(مشرتابه) سره لیدنه کوؤ، زما په اند دا مهال زمونږ اړېکې دپاکستان سره ډیرې ښې دي”

دپاکستان د ډان ورځپاڼې دیو راپور له مخې دامریکایي صدر دابیان دیو مهم امریکایي چارواکي دهغه بیان څخه څو ساعته وروسته مخې ته راغلی چې ویلي یې وؤ دهند اؤ پاکستان په اوسني تاؤ تریخوالي تر درېوؤ اوونیو تیریدلو وروسته هم دغو دواړو هیوادونو خپل ځواکونه چمتو ودرولي دي اؤ‌ امریکا په دې اندېښمنه ده.

دغه امریکایي چارواکي خبردار ورکړی ؤ چې که هند کې د ترهګرۍ کومه بله پېښه وشوه نو وضعیت به دپاکستان دپاره بې کچه پیچلی شي اؤ تاؤ تریخوالی به ورسره یو ځل بیا سیوا شي.

دامریکا صدر ډانلډ ټرمپ چې دکله نه واک ته رسیدلی دپاکستان په بابله یې سخته رویه خپله کړې ده اؤ وخت په وخت یې دا هیواد دترهکرو په ملاتړ تورن کړی .

تیرکال صدر ټرمپ په پاکستان تور لګولی ؤ چې دامریکا نه یې په فریب ۳۳ اربه ډالر اخستي اؤ په پټه دهاغو ترهګرو مرسته کوي چې امریکا یې افغانستان کې په ضد جنګیږي.

همدا راز تیرکال امریکایي انتظامیې تیرکال په پاکستان خپلې ټولې پوځي مرستې هم تړلې وې.

خو پاکستان دصدر ټرمپ دا تورونه رد کړي اؤ ویلي یې دي چې دترهګرۍ په ضد جګړه کې تر ټولو زیاتې قربانۍ پاکستان ورکړي دي.

څېړونکي وایي په دې وروستیو کې دپاکستان اؤ امریکې اړیکو کې یو ښه بدلون له هغې وروستو ترسترګو شوی چې افغانستان کې دسولې دپاره پاکستان دامریکې په وینا طالبان امریکا سره مخ په مخ خبرو ته کښېنول.

خو څېړونکي دا هم وایي چې هر څو که افغان سوله کې دپاکستان په وروستي کردار دصدر ټرمپ قار یو څه دپاکستان دپاره کم شوی خو ددې کله هم دا مطلب نه دی چې صدر ټرمپ په بشپړ ډول دپاکستان دکردار څخه ممطئین شوی،

هرڅو که دسولې دخبرو په دې پروسه افغان دولت نیوکې لري خو افغانستان کې دسولې دپاره دامریکا ځانګړي استازي زلمي خلیل زاد اؤ طالبانو دواړو منلې چې دسولې په خبرو کې یې زیات پرمختګونه کړي اؤ یو غوڅ تړون ته نزدې شوي دي.

زلمي خلیل زاد دسولې په هڅو کې دپاکستان د رول ستائنه هم کړې ده خو افغان دولت دپاکستان اؤ طالبانو په اړیکو ناخوښه دی اؤ تور لګوي چې پاکستان دطالبانو په مټ افغانستان کې جګړو او ناقرارۍ ته دوام ورکوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG