لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نیوزي لینډ کې په دولتي ټي‌ وي اؤ راډیو اذان اؤ دجمعې خطبه نشر شوي


دنیوزي لینډ په کرائسټ چرچ ښار کې دتیرې جمعې په ورځ د دوؤ جوماتونو دننه بریدونو کې وژل شوؤ کسانو ته دعقیدت وړاندې کولو اؤ مسلمانانو سره دیووالي ښودلو په موخه نن دجمعې په ورځ دنیوزي لینډ د دولتي ټي وي اؤ ریډیو څخه نیغ په نیغه دجمعې اذان اؤ خطبه نشر کړل شوي دي.

په ټول نیوزي لیند کې د جمعې د اذان نه وروسته د کرائسټ چرچ دپېښو قربانیانو ته د درناوي وړاندې کولو دپاره دوه دقیقې خاموشي اختیار کړل شوې اؤ د نیوزي لینډ وزیراعظمې په هیګلی پارک کې راټولو شوؤ مسلمانانو ته خپله وینا د اسلام د پېغمبر محمد(ص) دحدیث مبارک څخه پیل کړې ده.

د النور جومات خطیب دجمعې په خطبه کې ویلي چې اسلام د امن اؤ محبت مذهب دی اؤ دیو،بل دپاملرنې درس ورکوي.

هغه وویل دتیرې جمعې په ورځ چې دکرائسټ چرچ ښار په جوماتونو کې کوم مسلمانان وژل شوي دهغوئ شمیره لږه نه ده خو دنیوزي لینډ د ولس اؤ دولت مینه هم لږه نه ده.

پیش امام په خطبه کې ویلي چې دیوې شیطاني مفکوري په اساس د نیوزي لینډ سوچ ته د زیان رسولو هڅه ناکامه کړل شوې ،کرکې اؤ تندلاریتوب ماتې خوړلې ده.

دکرائسټ چرچ په هیګلی پارک کې دجمعې د اذان اؤ نمونځ نه ورسته په ګڼ شمیر خلک راټول شوي وؤ اؤ وزیراعظمه جیسندا ارډرن هم دخپلو وزیرانو سره دغلته موجوده وه.

وزیراعظمې جیسنډا ارډرن راټولو شوؤ مسلمانانو اؤ دنورو مذهبونو پیروانو ته خپله وینا د اسلام د‌پېغمبر محمد(ص) په دې حدیت پیل کړه چې ټول ایمان لرونکي په مثال دیو وجود دي اؤ په وجو کې چې یو اندام هم دردمن وي نو ټول وجود ته پرې درد رسیږي.

مسلمانانو سره دیووالي ښودلو په موقعه د نیوزي لینډ وزیراعظمې تور ماتمي لباس په تن کړی ؤ اؤ خپل سر یې هم په لوپټه پټ کړی ؤ.

دتیرې جمعې په ورځ په کرائسټ چرچ کې د اسټریلیا یو ۲۸ کلن ترهګر په دوؤ جوماتونو کې په نمونځ ګزارو ناتاره ډزې کړې وې چې پکې ۵۰ مسلمانان وژل شوي وؤ.

دنیوزي لینډ پولیسو دغو پېښو کې ککړ ترهګر برینټن ټیرینټ نیولی اؤ د تیرخالي په ورځ‌ یې محکمې ته وړاندې کړی ؤ.

محکمې یاد ترهګر تر پینځم اپریله پولیسو ته په ریمانډ سپارلی دی اؤ دا مهال پولیس د هغه څخه په پلتڼو کولو بوخت دي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG