لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

هند دپاکستان پلوه یاسین ملک په تنظیم جمو کشمیر لبرېشن فرنټ بندیز ولګولو


هند دپاکستان پلوه یاسین ملک په مشرۍ په جمو کشمیر لبریشن فرنټ تنظیم بندیز لګولی اؤ خپل دغه ګام یې د بیلتون خوښو تنظیمونو په ضد د روانو عملیاتو یوه برخه بللې ده.

دنوي ډیلي څخه دخپرې شوې اعلامیې له مخې دهند دولت د جمو کشمیر لبریشن فرنټ یو غیر قانوني سازمان بللی اؤ ویلي یې دي په دې تنظیم بندیز دهیواد دسلامتۍ اؤ ملي یووالي په خاطر لګول شوی.

دهندي رسنیو له مخې دیاسین ملک په تنظیم دبندیز لګولو دا ګام وروسته له هغې اخستل شوی چې اوړمه ورځ د وزیراعظم نریندر مودي په مشرۍ د لوړې کچې یوه امنیتي غونډه کې ددغه تنظیم په فعالیتونو اوږدې خبرې وشوې.

رسنۍ وایي په دغه غونډه کې دولتي مشران دې نتیجې ته رسیدلي چې جمو کشمیر لبریشن فرنټ د وسله والو تنظیمونو سره کلکې اړیکې لري اؤ په بیلابیلو سیمو کې ددغه تندروه وسله والو تنظیمونو سره مرستې کوي.

دهند دانتظام لاندې دکشمیر د کورنیو چارو وزیر راجیو ګاؤبا رسنیو ته ویلي چې جی کی ایل ایف جمو وکشمیر کې دبیلتون خوښۍ هلوځلو کې تر ټولو فعاله ونډه لري ځکه پرې بندیز لګول شوی.

هغه تور لګولی چې یاد تنظیم په کال۱۹۸۹ کې دکشمیري پنډتانو په وژنه کې هم لاس لرلو اؤ ترهګري نه زغمل د هند دحکومت تګلاره ده

تر دې وړاندې دجمو کشمیر لبریشن فرن مشر یاسین ملګ په ۱۴مه فرورۍ دهند پلوامه سیمه کې د شوي ځانمرګي برید نه وروسته هندي عسکرو نیولی ؤ.

دپلوامه برید کې ۴۹ هندي سرتیري وژل شوي وؤ چې پړه یې پاکستان کې ناچله ګرځول شوې تندروه مذهبي ډلې جیش محمد پغاړه اخستې وه خو هند تور لګولی ؤ چې دې برید کې دپاکستان پوځ اؤ استخباراتي شبکه ایي ایس ایي لاس لري.

پاکستان دهند دغه تورونه په سختۍ سره رد کړي وؤ.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG