د پېښور او تورخم لویه لار چې افغانستان ته پرې تګ راتګ کیږي، په خېبر ضلع کې پرې د ګاډو نه د ټېکس اخيستو دپاره جوړه شوې "ټول پلازه" قهرجنو مظاهره چيانو غورځولې ده.
په پاکستان کې د لويو لارو قامي ادارې (اېن اېچ ای) دا "ټول پلازه" د قبايلي ضلعې خېبر د جمرود تحصيل په کټه کوشته سيمه کې تېر کال د دسمبر په مياشت کې جوړه کړې وه.
د ټول پلازې جوړېدو په وخت هم ځايي خلکو او په ځانګړي ډول ټرانسپورټرانو او افغانستان ته ګاډو چلوؤنکو احتجاج کړی او بيا په ټول پلازه د ټېکس اخيستو لړۍ ودرول شوې وه.
د ځايي خلکو په وېنا د قبايلي سیمو په خېبرپښتونخوا صوبه کې ورګډېدو په مهال ويل شوي وو چې په قبايلي سيمو کې به د پينځه کاله مودې پورې هيڅ قسمه ټېکسونه نه اخيستل کيږي.
خو د دسمبر په مياشت کې جوړې شوې دې ټول پلازه باندې د احتجاج وروسته د ټېکس ودرول شوې لړۍ نزدې اته ورځې وړاندې بيا پېل کړی شوې او ټرانسپورټرانو او ځايي خلکو يې پرضد بيا احتجاج پېل کړی ؤ.
د ټرانسپورټرانو او ځايي خلکو د احتجاج په مهال په ځانګړي ډول د افغانستان سره هر ډول تجارت ودرول شوی ؤ.
د سيمې څخه د ډیوه خبريال ابراهيم شينواری وايي پرون د جمعې په ورځ احتجاج کوونکو ګواښ کړی ؤ که نن د شنبې/ خالي د ورځې پورې ټول پلازه لرې نه کړی شوه دوي به يې په خپله لرې کړي او نن بيا مظاهره چيانو ټول پلازه په بشپړ ډول غورځولې او لويه لار يې ترې پاکه کړې ده.
د ټول پلازې لرې کولو سره احتجاج هم ختم کړی شوی او د غټو سوداګريزو ګاډو تګ راتګ پېل شوی دی.
په ټول پلازه ټېکس اخيستونکو ويلي ؤ چې دوي ته د پېښور کمشنر د ټېکس اخيستو اجازه ورکړې او بيا د اجازت نامې پخلی د خېبر ضلعې مرستيال کمشنر هم کړی ؤ.
او د اېن اېچ ای چارواکو ويلي د يادې ټول پلازې څخه ترلاسه کېدونکې پېسې به د پېښور نه تر تورخم پورې ۴۲ کلوميټره لويه لار باندې خرڅ کولی شي.
د قبايلي سيمو په خېبرپښتونخوا صوبه کې ورګډېدو وروسته دا لمړۍ "ټول پلازه" په خېبر ضلع کې جوړه شوې وه.