لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

روسیه:طالبان دسولې تړون کې روس اؤ ځېنې نور هیوادونه ضمانتیان غواړي


افغانستان دپاره د روسیې ځانګړي استازي ښاغلي ضمیر کابلوف ویلي طالبان هڅه کوي چې امریکا سره دسولې په تړون کې روسیه اؤ ځینې نور هیوادونه دضمانتیانو په توګه واخلي.

تیره ورځ‌ واشنګټن کې افغان سولې دپاره دامریکا استازي زلمي خلیلزاد سره له لیدنې وروسته خبریالانو سره خبرو کې کابلوف دا اندېښنې رد کړي چې ګنې افغانستان څخه دامریکایي ځواکونو له وتلو وروسته به په دغه هیواد کې بیرته جګړې پیل شي.

هغه وویل دسولې دتړون په ترڅ کې دسیمې هیوادونه افغانستان کې دیو قانوني حکومت ملاتړ کوي ځکه نو په افغانستان کې بیا دجنګونو پیل کیدلو اندېښنه ځائ نه نیسي.

امریکایي استازي زلمي خلیلزاد اؤ طالبانو په دې وروستیو کې دعوه کړې ده چې د دوحې په خبرو کې یې ګڼ حقیقي پرمختګونه کړي اؤ دسولې تړون ته نزدې شوي دي.

تراوسه افغان دولت د سولې د روانو خبرو نه بهر پاتې دی چې په دې افغان دولت وخت په وخت دخفګان څرګندونه هم کوي خو طالبان وایي چې ترڅو افغانستان څخه بهرني ځواکونه نه وي وتلي،افغان دولت سره دسولې خبرو ته نه کښیني.

د روسیې ځانګړي استازي ویلي “روس هم دافغانانو په مشرۍ د سولې دخبرو پلوي دی “

هغه افغانستان کې د امریکایي ځواکونو موجودیت بې ګټې بللی اؤ ویلي یې دي چې امریکا افغانستان کې یوازې دخپل نفوذ ساتلو دپاره پوځي موجودیت ساتلی نور یې دافغانستان امنیت ته هیڅ ررقم ګټه نه ده رسولې.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG