د نړۍ درې ستر قوتونه امریکا،چین اؤ روس په دې خبره صلاح شوي چې افغانستان باید دخپل راتلونکي په اړوند دپرېکړې واک پخپل لاس کې ولري خو دغه هیواد باید په راتلونکې کې په یادو دریوواړو هیوادونو کې دیو هیواد دپاره هم ګواښ جوړ نه شي.
دامریکا دبهرنیو چارو د وزارت په یو بیان کې ویل شوي چې درېواړو هیوادونو استازو افغانستان کې دامن اؤ ثبات دپاره پخپلو،خپلو تګلارو دخبرو اترو په موخه د زیارت اؤ جمعې په ورځو واشنګټن کې خپلو کې لیدنې کړي دي.
دامریکا اؤ طالبانو ترمینځ دې وروستیو کې دسولې دپیل شوؤ خبرو راپدیخوا دا د امریکا،چین اؤ روس د استازو ترمیځ وړومبۍ ګډه لیدنه وه چې دافغان سولې په بیلابیلو اړخونو پکې بحث اؤ غور شوی دی.
بیان کې راغلي چې درېواړو اړخو په دغو ناستو کې دافغانستان دسولې په عمل، په موجوده وضعیت اؤ دغلته دامن په ټېنګښت خپل،خپل نظرونه روښانه کړي اؤ په دې خبره یې ټینګار کړی چې افغانستان دخپلو سیاسي،امنیتي اؤ معاشي پرېکړو پخپله دکولو حق لري.
د دغو درې اړخیزه خبرو نه وروستو افغان سولې دپاره دامریکا دبهرنیو چارو د وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیل زاد خپل یو ټوئټکې لیکلي مونږ دافغانستان دخپلواکۍ درناوی کوؤ،د تولو افغانانو دپاره امن غواړو اؤ دیو داسې افغانستان ارزمند یو چې چرې هم دچا دپاره دګواښ سوب جوړ نه شي.
دامریکا دبهرنیو چارو وزارت ویلي د درېواړو هیوادونو استازي په دې خبرو صلاح شوي چې افغانستان کې دسولې د تړون په عمل به راتلونکې کې یوه بله غونډه هم وکړي خو ددغه غونډې دپاره د وخت اؤ مقام ټاکنه لا نه ده شوې.
په واشنګټن کې د امریکا،چین اؤ روس د استازو ترمینځ له لیدنو وړاندې د تیرې میاشتې په وروستیو کې په قطر کې دامریکا اؤ طالبانو ترمینځ دسولې دخبرو پینځم پړاؤ ترسره شوی ؤ چې پکې افغانستان څخه دبهرنیو ځواکونو په وتلو،دافغانستان دخاورې دنورو هیوادونو په ضد په کارول کیدلو،افغان دولت سره دطالبانو په مزاکراتو اؤ اوربند خبرې شوې وې.
خو طالبانو ویلي چې هغوئ د قطر مزاکراتو کې یوازې دبهرنیو ځواکونو په وتلو اؤ دافغانستان دخاورې دنورو هیوادونو په ضد د نه کارول کیدلو په هکله خبرې کړي اؤ افغان دولت سره دمزاکراتو اؤ اوربند په اړوند هیڅ خبرې نه دي شوي.
امریکایي استازي زلمي خلیل زاد ددغو خبرو نه وروسته دعوه کړې وه چې طالبانو سره مزاکراتو کې یې “حقیقي پرمختګونه” کړي دي
د واشنګټن غونډه کې له ګډون وروسته افغانستان دپاره د روسیې ځانګړي استازي ښاغلي ضمیر کابلوف ویلي طالبان هڅه کوي چې امریکا سره دسولې په تړون کې روسیه اؤ ځینې نور هیوادونه دضمانتیانو په توګه واخلي.
تراوسه افغان دولت د سولې د روانو خبرو نه بهر پاتې دی چې په دې افغان دولت وخت په وخت دخفګان څرګندونه هم کوي خو طالبان وایي چې ترڅو افغانستان څخه بهرني ځواکونه نه وي وتلي،افغان دولت سره دسولې خبرو ته نه کښیني.