لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان وزیراعظم اؤ میډیا د پښتنو سیمو نومونه ولې غلط اخلي؟


د پاکستان وزیراعظم عمران خان او د پاکستان سرکاري میډیا د باجوړ د خار سیمې نوم غلط لیکلی او ویلې دې.

وزیراعظم عمران خان په خپل ټویټ کې وایي: 'په تحصیل خوار کې د تهري جي موبایل فون اسانتیاوې پیل شوې دي.'

خو ریډیو پاکستان چې کله د وزيراعظم دغه خبر خپرولو نو دغه نوم يې نه ًخوارً او نه ًخارً، بلک ًکهر ًیې ویلې دې.

په ټولنیزو رسنیو د خار نوم غلط اخیستلو باندې نیوکې شوي او ځنو خلکو پرې خندا هم کړې ده.

عمران خان ته په ځواب کې د سیمې یو پښتون او د مدني ټولنې فعال عبدالله ننگیال په ټویټر ویلي دي چې د موبایل ټیلیفون اسانتیاوې پیل کول خو ښه خبره ده، خو دا

پته نشته چې په باجوړ کې خوار علاقه چرته ده.

البته عمران خان چې کله په اردو کې ټویټ کړی نو دغه غلطي یې سمه کړې او خار یې لیکلي دي.

عبدالله ننگیال ته یو بل تن علي رحمان ځواب ورکړې چې دا به د ټکي د املاء غلطي وي او وزیراعظم به دا کار قصدا" نه وي کړي.

ننگیال دغه تن ته ویلي چې وزیراعظم ته وینا په لیکنه بڼه ورکولې کیږي او د ډیرو لاسونو نه وتې وي.

ځنو پکې دا هم ویلي دي چې عمران خان خو په خپله ځان ته پښتون واېي او مور يې د سویلي وزیرستان ده

او وزيرستان خپله ماماخيلي ګڼي.

د خیبر پښتونخوا وزیراعلې محمود خان، چې په خپله د سوات د سیمې دې، څو ورځې وړاندې یې شمالي وزیرستان ته د سفر په وخت خپلو پښتنو ته په اردو ژبه تقریر کړی و.

وزیراعلی ویلي وو چې ده ته ویلي شوي وو چې په اردو کې به تقریر کوي خو دا چې دا خبره ورته چا کړې وه، پر دې غلی پاتې شو.

په پاکستان کې قامي ژبه اردو ده او د پښتنو اکثره ښارونو یا ځایونو ته ېې خپل د اردو نومونه ورکړی دي او د ‌‌‌‌‌‌ډيرو پکې نومونه په اردو لهجه کې وايې.

د مثال په توګه، نوښار ته نوشهره، پیښور ته پشاور، تور غر ته کاله ډهاکه، سپینه وړۍ ته سفید ډهیري او دغسي نور ډیر نومونه دي.

د پښتنو د سیمو دغه نومونه بیا د پښتو رسم الخط په ځای په اردو رسم الخط لیکلی کیږي، د مثال په توګه تورخم په ځاې طورخم لیکل کیږي.

د پاکستان اردو ژبې میډیا سوات ته ساوات وایي ، خو ځني پښتانه ګڼي چې دا د ژبې نه بلکه د لهجې مسله ده او په دې ساوات وېلو نیوکې نه دي کول پکار.

پاکستان کې ډیر پښتانه چې په خپله مورنۍ ژبه کې یې زدکړې نه دي کړي، دوی د قامي میډیا دغه ساوات زیات فیشن ګڼي. او هم په دغه لهجه ېې بیا وایي.

او په ښارونو کې چې کوم پښتانه لوې شوي وي نو هغوي بيا په ‌‌‌‌‌‌ډير وياړ سره په اردو ژبه کې خبرې کوي او ځان ما‌‌‌‌‌‌ډرن يا د نوۍ زمانی تن بولي.

تردې چې د پښتنو په سیمه کې د غم ښادې د بلنې کارډونه زیاتره په اردو ژبه چاپ کیږي.

په پاکستان کې مورنیو ژبو او د ښارونو نه لیرو پرتو سیمو مشکلاتوته ته په قامي میډیا کې هم اکثره د ښارونو په پرتله اهمیت نه ورکول کیږي او خلک د خپلو ځایونو نومونه هم په اردو ژبه کې اوري او ويني.

کارپوهان وایي سیاست مدارانو او قامي مشرانو لپاره دا خبره ډیره مهمه ګڼل کیږي چې دوی که په مورنیو ژبو کې وینا نه شي کولی ولې دومره خو باید چې خبر وي چې د سیمې نومونه او د خلکو کلتور اوڅه دی؟.

په کال ١٩٦٣ کې د امریکا پخواني صدر جان اېف کینیډي په جرمني کې هاغه وینا ډیره مشهوره شوې وه چې پکې هغه جرمنیانو ته په وینا کې یوه خبره په جرمن ژبه کړې وه. او ویلي ېې وو چې معنا یې ' زه هم یو برلینې یم. '

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG