لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عمران خان:افغان ستونزه یوازې دلنډمهاله حکومت په جوړیدلو هواریدلی شي


دپاکستان وزیراعظم عمران خان ویلي دافغانستان دشخړې هواری دغلته دیو بې پلوه لنډمهاله حکومت په جوړښت کې دی اؤ طالبان هم دلنډمهاله افغان دولت سره دسولې خبرې کولی شي.

هغه وایي طالب مشرانو سره یې لیدنه ټاکل شوې وه خو کله چې افغان دولت په دغه لیدنه نیوکې وکړې نو طالبانو سره یې ونه لیدل.

تیره اوونۍ هم په باجوړ کې یوې ولسي جلسې ته خپله وینا کې دپاکستان وزیراعظم عمران خان ویلي وؤ چې افغانستان کې یو داسې دولت جوړیدونکی دی چې ټولو خواؤ ته به دمنلو وړ وي.

دعمران خان دغه څرګندونې افغان حکومت پخپلو کورنیو چارو کې ښکاره لاسوهنه بللې وه اؤ پاکستان ته یې داحتجاج کولو دپاره په کابل کې دپاکستان سفارتي استازی دبهرنیو چارو وزارت ته راغوښتی ؤ.

د ګل په ورځ اسلام اباد کې خبریالانو سره دلیدنې په مهال وزیراعظم عمران خان یو ځل بیا افغانستان کې دلنډ مهاله حکومت جوړیدو ملاتړ کړی اؤ ویلي یې دي چې دلنډمهاله حکومت جوړیدو له امله افغان ستونزه هواریدلی شي.

دتیرې میاشتې په وروستیو کې افغان سولې دپاره دامریکایي استازي زلمي خلیل زاد اؤ طالبانو ترمینځ قطر کې دترسره شوؤ اوږدو خبرو وروسته نړیوالو رسنیو داسې نائیده راپورونه خپاره کړي دي چې دواړه خواوې افغانستان کې دیو لنډمهاله حکومت په جوړښت صلاح شوي دي خو زلمي خلیل زاد اؤ طالبانو تر اوسه ددې دعوې پخلی نه دی کړی.

عمران خان ویلي دپاکستان بهرنۍ تګلاره په سم لوري روانه ده اؤ پاکستان څخه د لا نورو ګامونو غوښتونکې امریکا هم اوس دپاکستان ستائنې کوي

دعمران خان په وینا” امریکا هم دا مني چې دپاکستان له مرستې پرته افغانستان کې امن نه شي ټینګیدلی اؤ پاکستان په افغانستان کې غوره رول ترسره کولی شي”

دپاکستان د وزیراعظم عمران خان لخوا یو وارې بیا افغانستان کې دلنډ مهاله حکومت دملاتړ په بیان لا افغان دولت خپل غبرګون نه دی څرګند کړی

افغانستان کې دلنډ مهاله حکومت جوړیدو په ګونګوسو افغان دولت دناخوښۍ څرګندونه کړې اؤ روانه میاشت دافغانستان دملي امنیت صلاحکار ښاغلي حمدالله محب واشنګټن ته دخپل سفر په مهال تور لګولی ؤ چې امریکایي استازی زلمی خلیل زاد هڅه کوي چې پخپله دلنډ مهاله حکومت مشر جوړ شي.

خو دامریکا دبهرنیو چارو وزارت د ډاکټر حمدالله محب دا تورونه بې ځایه بللي اؤ ویلي یې دي چې داسې غیرمسولانه څرګندونې دسولې روانو هڅو ته زیان رسوي.

ځانګړې ویډیوګانې

د تخمونو څيړنيزې ادارې په کرونده ګرو د غنمو کرلو غږ کړی دی
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:02 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG