لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دافغانستان سولې خبرو کې باید تر هرڅه له مخه اوربند وشي،اروپایي ټولنه


داروپايي ټولنې دبهرنیو اړیکو مسولې او ددې ټولنې ځانګړې استازې فدریکا موګرني ویلي ترهرڅه وړاندې باید دافغان حکومت اوطالبانو ترمنځ دسولې په مذکراتو کې اوربند وشي.

دسه شنبې په ورځ کابل کې دافغانستان ولسمشر محمد اشرف غني سره په ګډه مطبوعاتي کانفرنس ته نوموړې وویل اروپايي ټولنه دسولې دپروسې څخه نظارت کوي او دافغانستان حکومت باید دسولې دپروسې رهبري پرغاړه ولري.

هغې وویل اروپايي ټولنه تل دافغانستان ترڅنګ ولاړه ده اؤ‌ په افغان دولت یې ټينګار وکړو چې یوهراړخیزه مرکچي پلاوی طالبانو سره دخبرو په هدف وټاکي.

داروپايي ټولنې ځانګړې استازې زیاته کړه "دسولې په پروسه کې دافغان حکومت په ګډون یو شمیرکردارونه او سهم لرونکي چې غواړي خپل رول ترسره کړي هغوی هم مهم دي"

هغې وویل" امریکا څخه نیولې روسیه،چین ایران دمنځنی اسیا هیوادونه او په دې وروستوی کې چې مونږ یوه ناسته په اسلام اباد کې درلوده دپاکستان له رهبرۍ هم افغان حکومت سره دطالبانو د مذکراتو په ترسره کیدو ټینګار وکړ"

داروپايي ټولنې استازې زیاته کړه افغان سوله به په سیمه کې دسولې او ثبات دټینګښت سبب ګرځي او دافغانستان او اروپا امنیت یو له بل سره تړلی دی.

نوموړې وویل دافغانستان لپاره زمونږ ایجنډا امنیت،سوله او دافغانستان پرمختګ دی او کیدلی شي چې دسولې پروسې لپاره اروپايي ټولنه دیوه ضمانت کوونکي په حیث په نظر کې ونیول شي.

ولسمشرمحمد اشرف غني هم خبري کنفرانس ته وینا وکړه او وي ویل چي اروپا په افغانستان کې دسولې او ټکاو له راوستو څخه بغیر بل هیڅ کوم هدف نه لري.

هغه وویل"داروپا اتحادیه هیڅ بله اجنډا نه لري غیرله دې چې په نړۍ کې ثبات وګوري دجګړې ختمیدل وګوري او پرمختګ وګوري، مونږ دزړه له کومې ستاسې له دریځه هرکلۍ کوو"

اروپايي ټولنې په داسې حال کې دافغان حکومت په مالیکیت ت دسولې له پروسې ملاتړ وکړ چې په قطر کې دسولې دخبرو پنځم پړاو له پای ته رسیدو وروسته درې ورځې وړاندې په واشنګټن کې دامریکا استازي زلمي خلیلزاد د روسیې،چین او اروپايي تولنې له استازو دافغان سولې په پروسې خبرې کړي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG