لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

هند دسيټلايټ ضد توغندي بریالۍ ازموئنه کړې


هند ويلي خپلو هوایي یا خلایي اثاثو ته دپېښو ګواښونو مخنيوي لپاره يې دشورو په ورځ ديو سيټيلا يټ ضد توغندي ازموينه کړې خو وايي په خلا کې دوسلو زغل ته دننوتلو هيڅ پلان نه لري.

دهند وزيراعظم نريندر مودي ددغه ازموينې ستاينه کړې،دا يې ستر پرمختګ ګرځولى او ويلي يې دي چې له امريکا، روسيې او چين څخه وروستو هند څلورم هيواد دى چې دغه رقم سيټلايټ ضد وسله يې کارولې ده.

دهند دبهرنو چارو وزارت په يو بيان کې ويلي "دسيټلايټ ضد توغندي دازموينې له لارې ترلاسه کړى شوى توان زمونږ مخ په زياتيدونکو خلايي اثاثو ته داوږدې فاصلې له توغنديو څخه باوري دفاع ورکوي"

بيان کې ويل شوي دغه ازموينه په لاندينۍ فضاء کې ترسره شوې ترڅو دا خبره باوري کړى چې چې په خلا کې څه رقم ملبه نه وي او څه چې پاتې وي هغه بيرته په څو اوونو کې په ځمکه راپريوځي.

نريندر مودي قام ته په وينا کې ويلي "دهند لپاره دا یو ستره شېبه ده، داسې څه چې بايد مونږ ټول پرې وياړ وکړو، مونږ نه يواځې په ځمکه، اوبو او هوا کې ددفاع کولو جوګه يو بلکې اوس په خلا کې هم"

هغه ویلي "زه هاغو ټولو سائنسدانانو ته مبارکي وايم چې دا سې يې ممکن کړل او هند يې نور هم مضبوط قام جوړ کړو"

هغه وویل دې سټیلائټ میزائیل د ۳۰۰ؤ کلومیټره په فاصله لائیو سټیلائټ ویشتلی اؤ دازموئنې په دې ټول پړاؤ کې د نړیوالو قوانینو څخه هیڅ سرغړونه نه ده شوې.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG