لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دترهګرو دمالي سرچینو مخنیوي کې ناکامو هیوادونو ته به سزاګانې ورکول کیږي


دملګرو ملتونو امنیت شورا د زیارت په ورځ په ګډ ډول یو قرارداد منظور کړی چې پکې دغړو هیوادونو څخه غوښتنه شوې چې د ترهګرو دمالي مرستو په ضد سخت قوانین جوړ اؤ عملي کړي.

دقرارداد له مخې کوم هیوادونه چې په دې قرارداد نه عملي کوي هغوئ به دملګرو ملتونو له لوري د سزاګانو سره مخ کیږي.

څیړونکي وایي دملګرو ملتونو په درېوؤ کې دوه برخې غړي هیوادونه په غوره ډول هغه عناصر دانصاف محکمې ته نه راکش کوي چې ترهګرو ته دمالي مرستو په رسؤلو کې مرستې کوي.

دملګرو ملتونو دامنیت شورا څخه په منظور کړل شوي قرارداد کې په غړو هیوادونو ټینګار شوی چې هغوئ باید دا خبره باوري کړي چې دسختو مجرمانه ګامونو پسر د سزا ګانو ورکولو دپاره خپل داخلي قوانین اؤ ضابطې ولري ترڅو ترهګر یا نورې جرائم پیشه ډلې پیسې اؤ نورې وسیلې راټولې نکړل شي.

قرارداد کې دغړو هیوادونو څخه دا غوښتنه هم شوې چې باید د مالیاتي بڼې استخباراتي څانګې هم جوړې کړي.

ملګرو ملتونو کې د ترهګرۍ دمخنیوي دچارو مشر ولایمیر ورونکوف ویلي دا قرارداد په یو” مهم پړاؤ “منظور کړل شوی،دهغه په وینا ترهګر د ناجائزه اؤ قانوني دواړو لارو پنګې ترلاسه کوي اؤ دغه پنګې د مخدره موادو دقاچاق،دکورونو دتجارت اؤ د زړو موټرو د پلورلو له لارې ترلاسه کوي.

ملګرو ملتونو په غړو هیوادونو ټینګار کړی چې هغوئ دتښتول شوؤ خلکو راخلاصولو دپاره تښتونکو ته پیسې ورنه کړي ځکه چې ددغه لارې ترلاسه کیدونکې پیسې دداعش اؤ نورو ډلو دمالي مرستو مهمه سرچینه جوړه شوې ده.

ملګرو ملتونو دا قرارداد په داسې وخت کې منظور کړی چې دفنانشل ایکشن ټاسک فورس (ایف ای ټي ایف) ذیلي تنظیم ایشیا پیسفیک ګروپ (ای پي جی)دپاکستان له اړخه د ناچله ګرځول شوؤ تنظیمونو په ضد اخستل شوي ګامونه ناکافي ګڼلي اؤ په دې یې سخته اندېښنه ښودلې ده .

ای ټي‌ایف تیرکال دناقانونه پیسو اؤ دترهګرو دمالي سرچینو په وچولو کې په ناکامه راتللو دپاکستان نوم خړ فهرست ته اچولی ؤ اؤ بیا یې پاکستان ته ددغه لسټ نه وتلو دپاره د۱۱ؤ کامونو یو پلان سپارلی ؤ.

پاکستان دعوه کوي چې دترهګرو دمالي سرچینو د وچولو اؤ دناقانونه پیسو دلیږد مخنیوي دپاره یې یو شمیر عملي ګامونه اخستي چې پکې په تندروه ډلو د بندیز اؤ دهغوئ دپنګو کنګل کولو ګامونه هم شامل دي.

خو نړیواله اداره وایي چې د ناقانونه پیسو دمخنیوي اؤ دترهګرو دمالي سرچینو وچولو دپاره به پاکستان ته نور ګامونه هم اخستل وي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG