لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خليلزاد: د سولې په تړاو هیڅ پټ نه دي ساتل شوي


د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمي خلیلزاد ویلي، د سولې په تړاو هیڅ بحث او خبرې له افغان حکومت او د دې هېواد له مشرانو څخه پټ نه دي ساتل شوي.

زلمي خلیلزاد افغانستان ته له رسېدو وروسته له ولسمشر محمد اشرف غني ،اجراییه رییس عبدالله عبدالله، د سولې عالي شورا دالانشا مشر عمر داودزي له سیاسي مشرانو استاد سیاف، حکمت خلیل کرزي او د افغان ښځو له یو شمېر استازو سره لیدلي دي.

نوموړي ویلي امریکا په افغانستان کې د سولې لار لټوي او په وینا یې د سولې لار په پیدا کیدو سره به له افغانستان څخه بهرنیو ځواکونو ته وتلو زمینه هم برابره شی.

خلیلزاد ویلي په افغانستان کې د روانې جګړې د پای وخت رارسیدلی او په وینا یې روان کال به دسولې او امن کال وي

دی وايي، هیله‌مند دی چې سږنی کال په افغانستان کې د سولې کال وي او وخت‌یې را رسېدلی چې جګړه په‌کې ختمه شي

د افغانستان د اجراییه ريیس ویاند مرستیال فریدون خوځون نن دنهې/ سه شنبې په ورځ له امریکا غږ ډیوې سره په خبرو کې ویلي زلمي خلیلزاد له عبدالله سره د لیدنې پر مهال په قطر کې طالبانو سره د خبرو د پنځم دور بحث شوي مسایل شریک کړي دي.

دخوځون په وینا زلمي خلیلزاد ویلي هرهغه څه چې د افغانستان د خلکو اړوند دي له طالبانو سره یې په تیرو مذکراتو کې پرې بحث نه دی کړی.

د نوموړي په وېنا (زلمي خلیلزاد وویل د قطر په تیرو شویو مذاکراتو کې طالبانو غوښتل چې د افغانستان د نظام په جوړښت او پر نورو مسایلو خبرې وکړې خو ده په سریع توګه ورته ویلي چې دا مسایل د افغانستان د حکومت او د خلکو مربوط دي او له هغوی سره باید پرې بحث وشي).

فریدون خوځون زیاته کړه افغان حکومت له طالبانو سره د سولې د مذاکراتو لپاره هیڅ ډول شرط نه دی اعلان کړی او د مذاکراتو د پېل لپاره هیڅ ډول د پلمې شتون نه پریږدي.

هغه زیاته کړه (مونږ اوس د یو مهمه شموله مذاکراتي ټیم په جوړولو باندې کار کوو ،بحثونه پرې دوام لري ترڅو ډیر ژرد افغانستان حکومت خپل غړي اعلان کړي او مونږ امید لرو چې دا ځل به زلمي خلیلزاد د افغان حکومت او د سیاسي مشرانو د نظریاتو له اخیستو وروسته دې ته به زمینه برابره شي چې طالبان نور له افغان حکومت سره مخامخ خبرو اترو ته کیني).

ټاکل شوې چې د کب میاشتې په ۲۵ او ۲۶ نیټه په قطر کې د افغان حکومت او د سیاسي مشرانو د یو مشترک پلاوي په ګډون د امریکا او طالبانو د استازو ترمنځ سولې په تړاو مذاکرات ترسره شي.

افغان حکومت ویلي، تراوسه په دې غونډه کې د ګډون په تړاو پریکړه نه ده شوې، بلنلیک راغلی خو د بحثونو او مشورو په پایله کې به د ګډون په تړاو تصمیم ونیول شي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG