لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ملګري ملتونه: د افغانستان په ګډون په نړۍ کې 113 میلینه خلک د خوراک له کمي سره مخ دي


واشنګټن ــــ ملګري ملتونه وايي تېر کال د موسمي بدلون، جنګ او اقتصادي ستونځو له کبله په نړۍ کې شاوخوا 113 میلینه خلک د خوراک له سخت کمي سره مخ شوي دي.

د خوراک او زراعت نړېوالې ادارې راپور ښيي چې 53 داسې هېوادونه دي چې د خوراک له نشتوالي سره مخ دي. په دغه نوملړ کې درې هیوادونه یمن، د کانګو ډیموکرېټیک جمهوریت او افغانستان بیړنیو مرستو ته اړتیا لري.

راپور زیاتوي چې د خوراک له نشتوالي اغېزمن کسان زیاتره هغه کډوال دي چې له میانماره بنګله دېش ته کډه شوي، په هغوی کې 7 لکه روهنګیایي مسلمانان دي او نور په ګڼ شمېر کې سوریايان هم شامل دي چې د کورنیو جګړو له کبله بې ځایه شوي دي.

نوموړې اداره وايي چې په وینزویلا کې د روان اقتصادي او سیاسي کړکېچ له کبله د کډوالو په شمېر کې د زیاتوالي ډېر امکان لیدل کیږي.

تیرې اونۍ د سره صلیب ادارې نړیوالې ټولنې ته خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې اټکل 10 میلیونه خلک له لوږې سره مخ دي او بشري مرستو ته سخته اړتیا لري.

نوموړې ادارې راپور ورکړی چې په تېرو درو کلونو کې وچکالۍ او سېلابونو د افغانستان اقتصاد ته سخت زیان اړولی، په زرګونو خلک یې بې کوره کړي او له لوږې سره مخ کړي دي.

د سره صلیب ادارې د راپور له مخه په افغانستان کې اټکل 10 ملیونه خلک چې د ټول نفوس له څلورمې برخې څخه هم زیات دی، د خوراک له نشتوالي سره مخ دی او په نړیوالو ټولنو غږ کوي چې په افغانستان کې بشري مرستو ته پاملرنه وکړي.

راپور زیاتوي په افغانستان کې په تېرو درو کلونو کې وچکالۍ او وروستيو سیلابونو حاصلاتو ته سخت زیان اړولی، اقتصادي ستونځې یې پیدا کړي، خلک یې له لوږې سره مخ کړي او ډېرو پکې ژوند هم له لاسه ورکړی.

مرستندویه کارکوونکي وايي د افغانستان په ډېرو برخو کې خلک د څښلو پاکو اوبو او روغتیایي اسانتیاوو ته لاسرسي نه لرلو له کبله د خوارځواکۍ کچه هم زیاته کړې.

راپور زیاتوي چې په تېره لنډه موده کې تر دو نیم لکه هم زیات خلک د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي.

په مارچ میاشت کې سختې هوا، ډېرو بارانونو او واورو کر کروندې ته هم سخت زیان اړولی. د افغانستان په نهو ولایتونو کې سختو سېلابونو 63 کسان مړه کړل او لږ ترلږه 281،000 بې ځایه شوي کډوال د سهولتونو له نشتوالي سره مخ دي.

د دې یو لوی سبب د هوا بدلون دی چې له امله یې د تودوخې درجه لوړه کړې او کله چې واورې زر اوبه شي او بارانونه هم زیات شي نو د سېلابونو راتلو امکانات هم ورسره زیاتېږي.

د امریکا متحده ایالاتو د روانې اوونۍ په اوږدو کې افغانستان ته د بشري مرستو لپاره د 61 میلیونه ډالرو مالي مرستو اعلان هم وکړ. دا پیسې به د بیړنیو مرستو په توګه د خوراک، څښاک او په روغتیايي برخو کې وکارول شي.

امریکا له افغانستان سره له 2018م کال راهیسې 293 میلیونه مالي مرستې کړي کوم چې د بشري مرستو تر ټولو لویه برخه جوړوي.

افغانان له تېرو درو لسیزو راهیسې د جګړو او ناامنۍ ښکار دي چې په لسګونو زره کورنۍ یې بې ځایه کړي او په لسګونو زرو خلکو خپل ژوند هم پکې له لاسه ورکړی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG