واشنګټن ـــــ د پښتونخوا اسمبلۍ ته د چترال د کیلاش قوم د خلکو په استازیتوب د دوی د "کیلاشا" مذهب د رجسټر کولو لپاره د آییني بدلون د غوښتنې قرارداد وړاندې شوی چې په اکثریتي رایو سره اسمبلۍ منظور کړی دی.
په قرارداد کې ویل شوي چې د کیلاش خلک دا مهال په پاکستان کې پخپل مذهب نه پېژندل کېږي او په سرکاري کاغذونو کې د نورو اقلیتي مذهبونو غوندې د دوی د مذهب خانه نه شته، چې وایي له کبله یې د دوی مذهبي پېژندنه د ختمېدو له خطر سره مخ ده.
دغه قرارداد د تحریک انصاف ګوند اقلیتي غړي وزیرزاده د اسمبلۍ غونډې ته وړاندې کړی او ویلي یې دي چې دوی غیرمسلمان پاکستانیان دي او له دوه زره کلونو راهیسې په کیلاش کې اوسېږي، چې د "کیلاشه" په نوم خپل مذهب لري. ښاغلی وزیرزداده وایي:
"د پاکستان په آیین کې د نوم نه لرلو له کبله د نادرا په فارم کې د کیلاش خلک د (دیګر) په خانه کې لیکل کېږي، چې له نامعلوم سره برابر دی او له دې څخه د کیلاش خلک له ستونځو سره مخ دي".
د چترال د کیلاش قوم اوسېدونکي له اوږدو کلونو راهیسې شکایت کوي، چې لرغونی مذهب او کلتور یې د ورکېدو له خطر سره مخ دی، چې وایي له امله یې دوی له یو لړ ستونځو سره مخ دي.
کیلاشه مذهب کوم لیکل کتاب نه لري او له پېړیو راهیسې سینه په سینه تر دې زمانې را منتقل شوی مذهب دی، چې پیروان یې په کال کې دوه لوی او دوه واړه رسمونه (مېلې) هم لمانځي.
د کیلاش قوم خلک د چترال په درو کلیو بمبورېت، رمبور او ایون کې اوسېږي چې شمېر یې شاوخوا شپږ زره تنه ګڼل کېږي. د ځینو تاریخي شواهدو په اساس کیلاشیانو د چترال پر ازاد ریاست باندې 600 کاله واکمني هم کړې ده.