لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شهریار اپریدی:دناچله ډلو په ضد ګامونه ایف ای ټي‌ ایف سره تړاؤ نه لري


دپاکستان دمملکت دکورنیو چارو وزیر ښاغلي شهریار خان اپریدي ویلي چې دناچله تنظیمونو په ضد اخستل کېدونکي ګامونه دپاکستان خړ لسټ ته دلوئېدلو دمخنیوي دپاره نه دي بلکې مقصد یې راتلونکي نسلونه ددغو ډلو دمنفي اغیز څخه خوندي کول دي.

تیره ورځ اسلام اباد کې دبهرنیو سفیرانو یوې ډلې ته د ناچله ګرځول شوؤ ډلو په ضد داخستل کیدونکو ګامونو په اړوند دمعلوماتو ورکولو په وخت شهریار اپریدي ویلي ددغو ټولو په ضد چې کوم ګامونه پورته کیږي دا دپاکستان خپله پرېکړه ده .

په دې وروستیو کې فنانشل ایکشن ټاسک فورس (ایف ای ټي ایف) ذیلي تنظیم ایشیا پیسفیک ګروپ (ای پي جی)دپاکستان له اړخه د ناچله ګرځول شوؤ تنظیمونو په ضد اخستل شوي ګامونه ناکافي ګڼلي اؤ په دې یې سخته اندېښنه ښودلې ده .

شهریار اپریدي وویلهیڅکله داسې نه ده چې پاکستان دترهګرو دمالی سرچینو دڅار ادارې( ایف ای ټي ایف )سره د ترهګرو دمالي سرچینو وچولو په موخه کوم پلان ټاکلی دا ګامونه ګنې ددغه پلان په اساس اخستل کیږي بلکې دا په ۲۰۱۴م کې دپاکستان دټاکل شوي نیشنل ایکشن پلان په اساس دي.

هغه وویل “زمونږ پېغام ډاګیز دی چې هیڅوک به د ریاست واک چینلنج کولو ته پرې نه ږړو اؤ نه به چاته اجازه ورکړو چې زمونږ خاوره دکوم بل هیواد په ضد وکاروي”

هغه وویل چې ایف ای ټي ایف سره په ټاکل شوي ایکشن پلان عمل کولو دپاره ګامونه اخستل د ریاست ذمه واري ده.

ی ټي‌ایف تیرکال دناقانونه پیسو اؤ دترهګرو دمالي سرچینو په وچولو کې په ناکامه راتللو دپاکستان نوم خړ فهرست ته اچولی ؤ اؤ بیا یې پاکستان ته ددغه لسټ نه وتلو دپاره د۱۱ؤ کامونو یو پلان سپارلی ؤ.

پاکستان دعوه کوي چې دترهګرو دمالي سرچینو د وچولو اؤ دناقانونه پیسو دلیږد مخنیوي دپاره یې یو شمیر عملي ګامونه اخستي چې پکې په تندروه ډلو د بندیز اؤ دهغوئ دپنګو کنګل کولو ګامونه هم شامل دي.

خو نړیواله اداره وایي چې د ناقانونه پیسو دمخنیوي اؤ دترهګرو دمالي سرچینو وچولو دپاره به پاکستان ته نور ګامونه هم اخستل وي

دمملکت دکورنیو چارو وزیر وویل دناچله ډلو په ضد عملیاتو دپاره دسکترانو اؤ په وزاتي کچه کمیټه جوړه کړل شوې اؤ په دې هکله د مذهبي مشرانو باور هم ترلاسه کړل شوی دی.

هغه وویل دتحریک لبیک پاکستان په ضد اخستل شوي ګامونه د تندلاریتوب په ضد د ریاستي هوډ بېلګه ده چې مخالفو ډلو اؤ نړېوالې ټولنې هم ستائیلې ده.

هغه وویل څنګه چې د اسیه بي بي په حق کې دسترې محکمې د پرېکړې راتلو وروسته دکیدونکي احتجاج مخه حکومت ونیوله هغه د ټولو دپاره یو ډاګیز پیغام دی چې هیڅوک په زوره په حکومت خپل شرطونه نه شي منلی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG