لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

اصغر لرې کړی شوی ګلبدين نايب د يو ورځنۍ افغان لوبډلې کپتان جوړ کړی شوی


د افغانستان کرکټ بورډ اصغر افغان د لوبډلې د کپتانۍ نه لرې کړی او د درې واړو فارمېټونو دپاره يې نوي لوبډلمشران معرفي کړي دي.

افغان کرکټ بورډ ګلبدين نايب د يو ورځنۍ لوبډلې مشر، راشد خان د ۲۰ اووريزې لوبډلې او رحمت شاه د پینځه ورځنيو ټېسټ لوبډلې کپتان جوړ کړی دی.

د یو ورځنیو لوبو لپاره د ګلبدین نایب سره راشدخان مرستیال لوبډلمشر، د شل اوریزو لوبو لوبډلمشر راشدخان سره مرستیال لوبډلمشر شفیق الله شفق او د ټېسټ لپاره د رحمت شاه سره مرستیال لوبډلمشر حشمت الله شهیدي ټاکل شوي دي.

د غوراوي کمېټۍ نن د جمعې په ورځ د دې نه علاوه د سویلي افریقې د تمریناتي کېمپ لپاره ۲۳ کسیزه لوبډله هم اعلان کړه چې له منځه به یې د لوبغاړو د فزیکي جوړښت یا فټنس او ازمایښت وروسته د نړیوال جام لپاره ۱۵ کسیزه لوبډله غوره شي.

۲۸ کلن ګلبدين نايب چې ال راؤنډ لوبغاړی دی په داسې وخت کې د يو ورځنۍ لوبې لوبډلمشر کړی شوی چې په سر نړیوال کپ راروان دی.

په دوېم نمبر راشد خان له دې وړاندې لوبډلمشري کړې او تجربه لرې.

اصغر افغان د محمدنبي په ځای په کال ۲۰۱۵م کې لوبډلمشر ټاکل شوی ؤ، د هغه په مشرۍ افغان لوبډلې ګڼ شمېر يو ورځنۍ او شل اووريزې سيالۍ ګټلي دي.

نوموړی د کال ۲۰۰۹م نه د افغان لوبډلې سره پاتې شوی دی.

د کرکټ نړیوال کپ د روان ۲۰۱۹کال په جون او جولايۍ میاشتوکې په انګلېنډ کې ټاکل شوی دی.

XS
SM
MD
LG