لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کرزی: هیله او هڅه مو دا ده چې افغان حکومت د سولې په خبرو کې په تمامه مانا ملګری شي


Hamid Karzai
Hamid Karzai

واشنګټن ــــ پخوانی افغان ولسمشر حامد کرزی وایي، هڅه کوي چې د یوې ملي مذاکراتي ډلې له لارې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ خبرو ته لار هواره کړي، خو وایي که افغان حکومت له طالبانو سره خبرې نه کوي هم د سولې خبرې باید دوام ولري.

د امریکې او طالبانو تر منځ په افغانستان کې د سولې لپاره د خبرو پینځه پړاوه تېر شوي، خو افغان حکومت تر اوسه په دغو خبرو کې برخه نه لري چې دې خبرې په افغانستان کې دننه او بهر یو لړ اندېښنې پیدا کړې او پر دغو خبرو یې شک څرګند کړی دی.

پخوانی افغان ولسمشر حامد کرزي وړاندې کړی چې په نیژدې ورځو کې به د افغان سیاستوالو یوه ملي مذاکراتي ډله جوړوي، چې وایي مقصد به یې د افغان حکومت او طالبان تر منځ د سولې په اړه په خبرو کې مرسته کول وي. ښاغلی کرزی وایي هڅه کوي چې د یکشنبې- اتوار تر ورځې دغه مذاکراتي ډله اعلان کړي:

"موږ باید خپل لیسټ جوړ کړو او قطر ته یې ورکړو چې دا د افغانانو لیست دی لکه په مسکو کې چې مو وکړل، موږ خپله افغانانو لیست جوړ کړ او مسکو ته لاړو، نو هیله من یو چې موږ دغه لیست د یکشنبې په ورځ جوړ کړو او قطر ته یې و سپارو چې دغو ټولو کسانو ته بلنه ورکړي او مذاکرات شروع کړو".

حامد کرزي له امریکا ږغ اشنا سره په ځانګړې مرکه کې وویل، هڅه کوي چې افغان حکومت هم په قطر کې د طالبانو او افغان سیاستوالو په غونډه کې ګډون وکړي، خو وایي که افغان حکومت پکې ګډون نه کوي هم د سولې خبرې باید ونه ځنډېږي:

"زما هیله، غوښتنه او کوښښ دا دی چې حکومت راشي او د تدبیر له لارې په دغه غونډه کې ګډون وکړي. که یې ونه کړ، موږ د سولې لپاره ملي هڅه پرېښوولای نه شو، دا به جرم وي، دا به خطا وي او موږ دې خطا ته ځان نه سپارو."

ښاغلي کرزي د افغان سولې لپاره د امریکې د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او افغان سیاستوالو تر منځ د لیدنو نتایج باید مخ ته راشي. ښاغلي کرزي پر خلیلزاد د ملي امنیت د سلاکار حمدالله محب نیوکو ته په ځواب کې وویل:

"ښاغلی خلیلزاد د افغانستان لپاره د امریکې له خوا بهترین استازی کېدای شي، دی په خټه افغان دی دلې پیدا شوی دی او دلې یې ډېر ژوند کړی دی، بیا تر مکتب وروسته خارج ته تللی دی، نو زموږ د خاورې پیاوړی بچی دی، هیله مو دا ده چې په دې خبرو کې په تمامه مانا ملګری شي او ځنډ ونه کړي".

ښاغلي کرزي همدغه راز د را روانې لویې مشورتي جرګې په اړه هم خبرې وکړې. هغه وویل چې له ولسمشر غني څخه یې غوښتي چې دا جرګه دې د قطر له غونډې وروسته وشي. ښاغلی کرزی وایي:

"ما ولسمشر ته هم دا پېشنهاد کړی دی چې د قطر غونډه دې وشي او د قطر د غونډې نتایج دې مشورتي جرګې ته راوړل شي او مشورتي جرګه دې په هغو نتایجو پریکړې وکړي چې دا ښه دي که دا بد دي، هغه داسې یوه مسئله ده چې کېدای شي له طالبانو سره هم په کې تفاهم وشي."

حامد کرزي په افغانستان کې د منځمهالي حکومت د جوړېدو مخالفت وکړ او په دې اړه یې یو ځل بیا د پاکستان د وزیراعظم عمران خان وړاندیز وغانده او دا یې د افغانستان په چارو کې لاسوهنه وبلله، خو وایي په افغانستان کې سوله تر هر څه ورته مهمه ده او که د دې لپاره د ولسمشرۍ راتلونکې ټاکنې ځنډېږي هم و دې ځنډېږي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG