لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عمران خان: پاکستان دېرش زره (30,000) اربه روپۍ قرضداره دی


وزیراعظم عمران خان په جمرود کې د وینا په مهال.
عکس د رېډیو پاکستان په مننه.
وزیراعظم عمران خان په جمرود کې د وینا په مهال. عکس د رېډیو پاکستان په مننه.

واشنګټن ـــــ د پاکستان وزیراعظم عمران خان په هېواد بهرنۍ قرضه تر 30,000 اربه روپیو پورې ښیي او وایي چې پاکستان په اقتصادي توګه د تاریخ تر ټولو بد وخت نه تېرېږي.

د افغانستان پولې ته څېرمه د پښتونخوا په جمرود سیمه کې یوې ولسي غونډې ته په وینا کې نوموړي د پاکستان اقتصادي د ستونځو د حل لپاره پر کومه تګلاره خبرې نه دي کړې خو د بد اقتصاد پړه یې په تېرو حکومتونو اچولې.

د عمران خان وروستی بیان هم د هغه د کابینې د خزانې د وزیر اسد عمر د بیان نه په ظاهره بدل دی. ښاغلي عمر یوه ورځ وړاندې ویلي وو چې مسئلې شته خو اقتصادي وضع د تېرو درو میاشتو په پرتله اوس ښه شوې ده.

د پاکستان د اقتصاد په اړه د دې هېواد د حکومت او د بهرنیو ادارو شمېرې بیا تر وزیراعظم عمران خان او د خزانې د وزیر اسد عمر له ویناوو نه بدلې دي.

د پاکستان د شماریاتو اداره وایي په هېواد کې ګراني تر بل هر وخت زیاته شوې او د ګرانۍ کچه یې 9.41 ته رسېدلې، روپۍ د ډالر په مقابله کې په تاریخ کې تر ټولو لاندې، تجارتي خساره د تولې نه لرې او ملګري ملتونه وایي د پیداوار کچه یې تر ګاونډيو هېوادونو، د نیپال په ګډون، ټیټه ده.

د ګرانۍ نه تنګ ولس اوس د واکمن ګوند تحریک انصاف تر انتخاباتو مخکې سیاسي وعدې دروغ ګڼي. رایټرز خبري ادارې ته یو ټیکسي ډرېور یاسر سلطان وایي: "کله خو سوچ کوم چې دې خپل ټیکسي ته اور ورکړم، عمران خان د غریبۍ ختمولو لپاره غټې وعدې کړې وې خو اوس داسې ښکاري چې غریبي نه غریب ختموي".

د پاکستان د خزانې وزیر اسد عمر له تېرو ورځو راهیسې د نړیوالې مالي ادارې ای ایم ایف سره د اقتصادي تنګسیا نه د وتلو لپاره د ممکنه تړون په حق کې دلیلونه ورکوي او پرون یې ولس ته له ویرې ډک ګواښ ورکړی چې یا به له ای ایم ایف څخه پور اخلي او یا به هېواد ډیوالي کېدو ته ورکوي. نوموړي ویلي وو، که یې له ای ایم ایف سره تړون ونه شي نو روپۍ به په ښکته ځي او پنګه اچوونکي به په پاکستان کې سرمایه کاري نه کوي.

د پاکستان پخواني وزیر خزانه اسحاق ډار دا اوونۍ پاکستاني مېډیا ته ویلي وو چې اوسني حکومت د ډالر په مقابله کې د روپۍ لا کمولو لپاره ای ایم ایف ته ډاډ ورکړی او زیاته کړې یې وه چې کېدای شي په راتلونکي یو کال کې یو ډالر په 160 روپۍ شي.

وزیراعظم عمران خان او د خزانې وزیر اسد عمر تر حکومت جوړولو وړاندې ولس ته ډاډ ورکړی وو، چې په 90 ورځو کې به حکومت په سمه پټلۍ ور اچوي او دا چې د بهرنیو هېوادونو په بېنکونو کې- د دوی په وینا- د شتمنو پاکستانیانو 300 اربه ډالره به بیرته هېواد ته راوړي، خو واکمن ګوند اوس وایي چې بهر د پاکستانیانو یواځې 11 اربه ډالره روپۍ پرتې دي.

عمران خان د جمعې په ورځ د جمرود په جلسه کې دا هم ویلي چې پاکستان 4500 اربه روپۍ په مالیو کې را غونډوي، خو وایي د دې تر نیمي زیاته برخه د قرضو په بیرته ورکولو کې کارول کېږي.

پر پاکستان نیوکې کېږي چې د 200 میلینه خلکو په هېواد کې یواځې نیزدې 2 میلینه خلک مالیه ورکوي. دغه شمېره په 2019م کال کې نوره هم کمه شوې او د مالیو را ټولولو اداره ایف بي آر وایي، دا ځل یواځې 18 لکه خلکو ټیکس ورکړی.

د امریکې د اقتصادي خبرونو لپاره مشهوره ورځپاڼه وال سټریټ جنرل دا اوونۍ لیکلي وو، چې د پاکستان د ونډو بازار (سټاک ایکسچېنج) نه په تېرو څو میاشتو کې 44 اربه ډالره وتلي دي. رپورټ وایي، دا ښیي چې د پاکستان په اقتصاد د پنګه اچوونکو باور کم شوی دی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG