لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دامریکا پوځي مشرجنرال مک کینزي اشرف غني سره دترهګرۍ په ضد په جګړه غږیدلی


دامریکا د پوځ دمرکزې قوماندې دمشر جنرال مک کینزي دافغانستان ولسمشر اشرف غني سره لیدلي اؤ ورسره یې دتروریزم په ضد په ګډه مبارزې، سیمه ییزو مسایلو او د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو د تمویل او تجهیز په اړه خبرې کړي.

دافغانستان دمرکزي قوماندې مشر جنرال مک کینزي ولسمشر اشرف غني سره دغه لیدنه د شنبې په ماسپښین دکابل په صدارتي ماڼې کې په داسې حال کړې چې افغانستان کې دسولې دپاره دامریکا ځانګړی استازی هم پاکستاني چارواکو سره له لیدنې وروسته کابل ته ستون شوی دی.

دافغانستان دصدارتي ماڼۍ دبیان له مخې دلیدنې په مهال جنرال مک کینزي ویلي، امریکا د افغانستان حکومت ستراتیژیک همکار دی او کوښښ به وکړي چې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د روزنې، تمویل او تجهیز برخو ته زیات پام وګرځوي.

دا په داسې حال کې ده چې تیره میاشت په قطر کې د زلمي خلیلزاد اؤ طالبانو ترمینځ دسولې د اوړدو خبرو نه وروسته ځېنو نړیوالو مطبوعاتو دعوې کړي چې دواړه خواوې دیو نیم کال موده کې افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو په وتلو صلاح شوي دي.

خو افغان سولې دپاره امریکایي استازي زلمي خلیل زاد تیره اوونۍ پخپله یوه مرکه کې ویلي وؤ چې دقطر خبرو کې طالبانو سره هیڅ یو تړون ته نه دی رسیدلی اؤ‌ افغانستان څخه دبهرنیو ځواکونو وتل به دکلونو مودې ته اړتیا ولري.

دصدارتي ماڼۍ بیان کې ویل شوي دلیدنې په مهال ولسمشر اشرف غني جنرال مک کینزي سره خبرو کې افغانستان کې په بېلابېلو برخو کې د امریکا متحدو ایالتونو د همکاریو قدرداني او نوموړي ته یې په نوي ماموریت کې د بریا هیله وکړه.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG