لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

قریشي:۱۶م نه۲۰اپریل پورې هند په پاکستان دبرید پلان لري


shah mahood
shah mahood

دپاکستان دبهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي وایي داسې پاخه اطلاعات یې ترلاسه کړي چې ګاونډي هیواد هند د۱۶م اؤ ۲۰م اپریل ترمینځ‌ دپاکستان په خاوره کې دکارروایۍ کولو اراده لري اؤ ددې دپاره یې تیارۍ پیل کړي دي.

په ۲۶مه فرورۍ هم هندي چارواکو دعوه کړې وه چې جنګي الوتکو یې دپاکستان دخیبر پښتونخوا په بالا کوټ سیمه کې دجیش محمد دترهګرو په مرکزونه بمونه غورځولي چې پکې یو شمیر ترهکر وژل شوي دي خو پاکستان دغه برید کې د مرګ ژوبلې د اوښتو نه انکار کړی ؤ.

د اتوار په ورځ ملتان کې یو مطبوعاتي کانفرنس ته خپله وینا کې ښاغلي شاه محمود قریشي ویلي چې دهند لخوا پاکستان کې دبل برید دکولو په اطلاع ترلاسه کیدلو پاکستان پرېکړه کړې ده چې دا اطلاع د ټولې نړۍ مخې ته راولي اؤ دهند د عزائمو څخه پرده پورته کړي.

هند لا تر دې وخته دپاکستان ددې تازه دعوې په اړوند خپل غبرګون نه دی ښودلی خو په نزدې وختونو کې هندي چارواکو اؤ دپوځ سرلښکر ویلي وؤ چې هغوئ به نور ترهګرو پسې هر ګوټ ته ورشي اؤ وهغوئ به وچقوي.

دبهرنیو چارو وزیر وویل “مودي سرکار د سیاسي غرضونو دپاره د ټولې سیمې امن په داؤ لګولی،دجنګ وریځې اوس هم خورې دي اؤ مونږ پاخه اطلاعات لرو چې هند دیو بل تیري پلان جوړوي”

هغه وویل نړۍ پوهیږي چې پاکستان دمسولیت ډکه اؤ هند غیرمسولانه رویه خپله کړې ده خو پاکستان په لویې زغم سره دمعاملو سمولو هڅې کوي

هغه وویل که چرې هند په پاکستان تیری وکړو نو مونږ ژوندی قام یو،دخپلې خاورې ددفاع حق لرو اؤ دهیواد څخه به دفاع کوو.

هغه په نړیواله ټولنه هم غږ وکړو چې دسیمې دحساسیت په درک کولو باید غلي پاتې نه شي اؤ خپل کردار ترسره کولو ته راوړاندې شي.

تر دې وړاندې دپاکستان وزیراعظم عمران خان هم اندېښنه ښودلې وه چې ترڅو په هند کې ټولټاکنې نه وي شوي دهند له لوري به په پاکستان دجګړې تپلو هڅې کیږي خو هندي چارواکي بیا په پاکستان تور لګوي چې ترهګر دهند خاورې ته ورلیږي اؤ هلته پرې ورانکاري کوي

په دې وروستیو کې دهند اؤ پاکستان اړیکې وروسته له هغې زیاتې تاوژنې شوي دي چې په ۱۴مه فرورۍ دهند پلوامه سیمه کې په هندي سرتیرو یو ځان مرګي برید کې تر۴۰ زیات عسکر ووژل شول.

ددغه پېښې پړه جیش محمد ډلې پغاړه اخستې وه خو هندي چارواکو دریځ خپل کړی ؤ چې دا برید دپاکستان پوځ اؤ ایي ایس ایي کړی ؤ.

هند وایي دپلوامه دبرید ځینې مهم شهادتونه یې هم پاکستان ته سپارلي دي خو تیره اوونۍ دپاکستان دبهرنیو چارو ددفتر ویاند ډاکټر فیصل مطبوعاتو ته ویلي وؤ چې دهند شهادتونه سم نه دي اؤ په پاکستان یې بیځایه تورونه لګولي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG