لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خليلزاد: د افغانستان د سولې دپاره ټول افغانان چټکتيا لري


د افغانستان د سولې د خبرو دپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد ويلي د افغانستان د سولې د خبرو دپاره ټول افغانان چټکتيا لري، هغه د افغان ولسمشر اشرف غني او نورو مشرانو سره د ليدنې وروسته د کابل څخه روان شوی دی.

خليلزاد په خپله په ټويټ کې ويلي د صدر اشرف غني سره يې مهمه ليدنه شوې ده.

"مونږ اوس چټکتيار لرو چې ټول افغانان په ګډه کار وکړي، ښځې، سړي او ځوانان ټول به په دوحه کې په بېن الافغاني خبرو کې شریک يُو چې ختمي خبرې اترې وکړو".

په کابل کې د امریکا سفارتخانې د خليلزاد د کابل د سفر او بيرته تګ په اړوند ويلي، نوموړي د افغان ولسمشر اشرف غني سره د روغې جوړې د بهير ګړندي کولو او په افغانستان کې د تشدد د کمولو په سر خبرې کړي دي.

امریکايي استازي ویلي که تشدد روان وي د افغان امنيتي ځواکونو ملاتړ به دوامداره ساتلی شي.

د سفارت د بيان ترمخه خليلزاد په دغو موضوعاتو د پخواني ولسمشر حامد کرزي، د سولې د عالي شورا او نورو مهمو مشرانو سره هم خبرې اترې کړي دي.

امريکايي استازي د افغان دولت او حکومت نه بهر خلکو سره په ليدنه د خوشحالۍ څرګندونه کړې چې ټول امن ته لومړیتوب ورکوي.

ويل شوي خليلزاد د صدر غني او نورو مشرانو سره په دې غږېدلی چې راتلونکې اوونۍ په دوحه کې بېن الافغاني خبرې څنګه يقینې کړی شي په کومو خبرو کې چې به د افغان دولت او ټولنې ګډون وال برخه اخلي او د روغې جوړې د بهير په ګړندي کولو به خبرې اترې کوي.

امریکايي استازي په راتلونکو اوونيو کې په افغانستان کې د تشدد په کمولو او د افغان اولس د سولې د هيلو دپاره د روانو هڅو د لارو لټولو په سيمه ييزه ملاتړ ټينګار کړی دی.

خليلزاد د جمعې په ورځ په پېنډۍ کې د پاکستان د پوځي مشر جنرال قمر باجوه سره هم د افغانستان د سولې په روانه پروسه خبرې اترې کړې وې.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG