لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

طالبان وایي دسولې مشورتي لویه جرګه جعلي ده،ګډون پکې نه کوي


طالبانو دافغان دولت لخوا راجوړیدونکې د سولې مشورتي لویه جرګه جعلي بللې اؤ اعلان یې کړی چې نه په دغه جرګه کې ګډون کوي اؤ نه یې پرېکړې مني.

دچهارشنبې په ورځ مطبوعاتو ته لیږل شوي یو بیان کې دطالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي طالبان د ټولو هیواد والو څخه غوښتنه کوي چې په دې حساس پړاؤ کې باید ځان د دښمنانو د دسیسو نه ځان په ډډه وساتي اؤ په داسې نمائشي جرګو کې برخه وانه خلي.

ټاکل شوې ده افغان دولت د راتلونکې ثور دمیاشتې په نهمه نیټه کابل کې د سولې څلور ورځنۍ مشورتي جرګه ترسره کوي اؤ تیره اوونۍ دافغانستان دسولې دعالي شورا مشر اؤ د ولسمشر اشرف غني استازي عمر داودزي له طالبانو غوښتنه کړې وه چې باید دخپل واک لاندې سیمو کې خلکو ته په دغه جرګه کې د ګډون اجازه ورکړي.

دسولې په اړه دمشورتي لویې جرګې د جوړیدو دکمیسیون ویاند علي کاظمي امریکا غږ ته ویلي چې تر دې وخته طالبانو ته جوړیدونکې جرګه کې د ګډون دبلنې ورکولو په اړوند څه پرېکړه نه ده شوې خو غور روان دی چې ایا طالبان دغه جرګې ته دعوت کړل شي که نه ؟

دسولې دشورا دمشر عمر داودزي له مخې په دغه لویه جرګه کې به ۲۵۰۰ کسان ګډون کوي چې پکې به دښځو په ګډون د بیلابیلو مدونو استازیتوب موجودیت ولري.

افغان دولت وایي په دغه جرګه کې به دملت د ټولو استازو په خوښه تګلاره وټاکل شي چې طالبانو سره باید په کومو شرطونو دسولې خبرې په مخکې یوړل شي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:56 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG