لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عمران خان: ترهګرې ډلې زموږ پوځ جوړې کړې خو نور یې اړتیا نه شته، ختموو یې


واشنګټن ـــــ د پاکستان وزیراعظم عمران خان وایي، فیصله یې کړې ده چې نور به وسلوال توندلاري فعالیتونو ته پرې نه ږدي.

د پاکستان پلازمېنه اسلام اباد کې له بهرنیو خبریالانو سره یو ساعته پورې خبرو کې عمران خان په پاکستان کې د توندروه ډلو د شتون تور د پاکستان په پوځ لګولی. د امریکا معتبرې ورځپاڼې نیویارک ټایمز د هغه له خولې لیکلي:

"د پاکستان پوځ دوی [توندلارې ډلې] جوړ کړي وو، مونږه د هېواد د آینده فیصله کړې، د بهرني فشار په وجه نه، مونږ به دوی نور فعالیتونو ته نه پرېږدو".

تر عمران خان مخکې دا خبرې چا کړې:

د پاکستان پخواني وزیراعظم نوازشریف هم دې ته ورته خبرې کړې وې خو وروسته بیا د پاکستان پوځي ایسټېبلشمنټ د هغه په خبرو بد منلي وو. د هغه ګوند مسلم لیګ ن وروسته ویل چې ښاغلی شریف په 2017م کال کې له واکه ځکه لرې کړل شو چې نوموړي په هېواد کې د توندلارو په اړه د پوځي تګلارې مخالفت کړی وو.

د عمران خان څرګندونو ته پر ټولنیزو رسنیو ګڼ شمېر خلکو غبرګون څرګند کړی او ځینو یې خبرې بې باوره بللې دي. په امریکا کې مېشت د پاکستان پخواني سفیر او څېړونکي حسېن حقاني پر ټویټر لیکلي:

"عمران خان اوس هغه څه وایي چې نورو پخوا ویلي دي. د دې خبرې چې وایي "موږ به نور وسلوالې ډلې فعالیت ته نه پرېږدو" تر اوسه هیڅ سپیناوی نه شته چې نړۍ ولې باید پر ده باور وکړي".

د بي بي سي د اېشیا څانګې پخواني مشر او د ډان پخواني ایډیټر عباس ناصر هم پر ټویټر لیکلي، چې دغه خبرې خو نواز شریف هم کړې وې، خو د پاکستان امنیتي ادارو په دغو خبرو هغه ډېر بدنام کړ. هغه لیکي:

"دوه نیم کاله وړاندې نوازشریف هم د دغو خطرونو خبرداری ورکړی وو، خو د پاکستان ایسټېبلشمنټ هغه په دې خبره بدنام کړ، اوس دا ښه خبره ده چې پوځ او سېول حکومت یوې نتیجې ته رسېدلي دي".

عمران خان دا تاثر رد کړی چې ګواکې حکومت یې د توندلارو ډلو په ضد د ایف اې ټي ایف په غوښتنه ګامونه اخلي، بلکې وایي چې دا کار یې د خپل هېواد په ګټه او د اقتصادي بحران د له منځه وړلو لپاره ډېر مهم دی.

عمران خان اوس ولې دا خبرې کوي:

پاکستان دا مهال د وسلوالو د مالي مرستو او غیرقانوني پیسو لېږلو د څار د نړیوالې ادارې ایف اې ټي ایف په خړ لیسټ کې دی او دا ویره څرګندېږي چې که پاکستان د توندروه ډلو د مالي سرچینو په تړلو کې پاتې راغی نو تور لیسټ ته به واچول شي، چې له دې سره به پاکستان له یو لړ بندیزونو سره مخ شي. عمران په دې اړه ویلي:

"زموږ ټوله توجه د خپل اقتصاد بحالۍ ته ده او موږ به هیڅکله دا توان ونه لرو چې په تور لیسټ کې واچول شو".

د واشنګټن په څېړنیزه اداره ووډرو ویلسن کې د پاکستان او افغانستان د چارو کارپوه مایکل کوګلمین وایي، چې دا خبرې وړاندې هم پاکستاني مشرانو کړې دي، خو داسې ښکاري چې د ایف اې ټي ایف د تور لیسټ نه د بچ کېدو لپاره دا خبره یو ځل بیا شوې وي.

نیویارک ټایمز ورځپاڼې د عمران خان له خولې لیکلي، دا ځل یې کلکه اراده کړې چې د توندلارو په ضد به کلک ګامونه اخلي، چې تېرو حکومتونو نه دي اخیستي.

وزیراعظم ویلي، حکومت یې پلان لري چې 2 لکه استادان د هېواد دیني مدرسو ته ولېږي، چې ماشومانو ته انګرېزي او ریاضي ور وښیي. وایي د دې ګام مقصد یې له توندروۍ څخه د زده کوونکو را ګرځول دي.

په پاکستان کې اکثره اپوزیشن ګوندونه تور لګوي چې د پاکستان پوځ په تېرو انتخاباتو کې په درغلۍ سره عمران خان واک ته رسولی او د حکومت فیصلې یې د پوځ په خوښه کېږي. عمران خان د دې پوښتنې په ځواب کې- چې آیا هېواد یې د ده حکومت او که پوځ کنټرولوي- ویلي چې دوی دواړه له یو بل سره نیژدې کار کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG