لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ایچ آر سي پي: حکومت دې د پوځي عدالتونو غزولو پر ځای د انصاف نظام اصلاح کړي


اسلام اباد ــــ د پاکستان د بشري حقونو خپلواکه کميشن په هېواد کې د اظهار پر ازادۍ په بندیزونو او د جمهوري قدرونو په غايبېدو انديښنې څرګندې کړي او په حکومت یې غږ کړی چې د پوځي عدالتونو د ميعاد غزولو پرځای دې د انصاف په نظام کې د اصلاحاتو لپاره کار وکړي.

په پاکستان کې د ترهګرو او عامو خلکو په ضد د مقدمو د اورېدو دپاره په لومړي ځل د يو آییني بدلون په بنیاد پوځي عدالتونه جوړ کړل شوي وو او د دغو عدالتونو دوه کاله ميعاد تېره مياشت ختم شوی، خو حکومت هڅه کوي چې د دغو عدالتونو ميعاد يو ځل بيا وغزوي.

د شورو- چارشنبې په ورځ په اسلام اباد کې د بشري حقونو د خپلواکه کميشن يوه غونډه وشوه چې په هيواد کې په ميډيا او د اظهار په ازادۍ بنديزونو او مخ په کمي جمهوري قدرونو باندې پکې اندېښنې وښودل شوې.

په دې موقع د ايچ آر سي پي فعالې حنا جيلاني وويل، دلته د اظهار لپاره چاپېريال راتنګيږي، خبريالان ځورول کيږي او لادرکه کېږي او په هغو غير دولتي سازمانونو د بنديزونو سازش روان دی چې د بشري حقونو دپاره کار کوي.

هغه بيا وايي، پوځي عدالتونه د قانون د عملدارۍ په ضد دي، دا نه خو ملزم ته د شفافيت حق باوري کوي او نه ورته د خپلې خوښې د وکيل حق ورکوي. پوځي عدالتونو ته تش تلل هم د شفافيت نفي ده.

حنا جيلاني وایي، ترهګري هم لکه د نورو جرمونو يو جرم دی او دا مسئله ولې يواځې پوځ ته پرېښودل شوې ده، که عام عدالتونه د ترهګرۍ مقدمې نه شي اورېدلی نو بيا دې د دې توان سېوا کړی شي او د انصاف په نظام کې دې اصلاحات وشي.

د بشري حقونو نړيوال تنظيم ايمنیسټي انټرنېشنل په خپل يو تازه رپورټ کې ويلي چې په 2018م کال کې په نړۍ کې د مرګ په سزاګانو کې 13 فيصده کمی راغلی دی.

د پاکستان پوځ وایي، د هېواد په بېلابېلو برخو کې جوړ 19 پوځي عدالتونو په تېرو څلورو کلونو کې د ترهګرۍ په پېښو کې ککړ د 600 نه زياتو کسانو ته سزاګانې اورولې دي او د پوځ د وياندې ادارې ای ايس پي آر تر مخه په دې کې 346 تنو ته د تېزندۍ او 271 تنو نورې سختې سزاګانې ورکړل شوې دي.

وتلی قانون پوه لطيف اپريدی چې په خپله هم د پوځي عدالتونو نه د سزا شوو ملزمانو په دفاع کې عدالتونو ته وخت په وخت پېش کيږي ډيوه ته وایي، دا عدالتونه په خپل پوځي ايکټ او د هغې په رولز عمل نه کوي.

هغه وایي، په دغو عدالتونو کې د داسې خلکو مقدمې هم شته چې خپل خپلوان یې په قرآن د بېګناهۍ دعوه کوي او بل طرف ته مشهور ترهګر له پوځ سره دي او د هغوی په ضد کاروایي نه کيږي نو ځکه دغو عدالتونو خپل اثر بايللی دی او په خلکو او وکيلانو کې ښه تاثر نه لري.

ځانګړې ویډیوګانې

پيوټن د نورو شپږو کلونو دپاره د روس صدر منتخب شو
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:55 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG