قطر کې دطالبانو اؤ افغان سیاسي اؤ دولتي استازو ترمینځ دسولې دخبرو په اړوند کیدونکې دوه ورځنۍ غونډه پینځه ورځې ځنډیډلې ده اؤ دافغانستان دسولې عالي شورا وایي چې اوس به دا غونډه د روانې میاشتې په ۱۹مه نېټه په دوحه کې راجوړه شي.
دغونډې ځنډولو پرېکړه دچهارشنبې په ورځ دافغان ولسمشر اشرف غني په مشرۍ دسولې دعالي شورا په دوهمه غونډه کې شوې ده.
تر دې دمخه ټاکل شوې وه چې د اپریل په ۱۵ به قطر کې دافغان سیاسي اؤ دولتي مشرانو اؤ طالبانو ترمینځ دسولې دوه ورځنۍ خبرې پیل شي اؤ ددغو خبرو دپاره به دافغانستان دسولې دشورا نننۍ غونډه کې دمذاکراتي ډلې نومونه اعلانولی شول
خو دسولې دشورا مشرانو ویلي چې په ننۍ غونډه کې پرېکړه وشوه چې دمذاکراتي پلاوي نومونه به راتلونکې اوونۍ اعلانولی شي.
دسولې دعالي شورا په یوه اعلامیه کې ویل شي چې ددغه شوار کاري کمیټه قطر کې دبین الافغاني خبرو دپاره دحکومت ډلې په ټاکلو کار وي اؤ ددغې کمټې کار به د شنبې په ورځ سرته ورسیږي.
تر دې وړاندې د روان کال دفبرورۍ په ۱۶ مه په ماسکو کې دطالبانو اؤ افغان سیاستمدارانو ترمینځ یوه مهمه غونډه شوې وه چې پکې دافغان دولت استازي نه وؤ شامل اؤ افغان دولت ددغه غونډې رسره مخالفت ښودلی ؤ.
خو دا ځل چې کومه غونډه په قطر کې کیږي په هغې کې به دولتي استازي هم په وړومبي ځل برخه اخلي.
طالبانو دمخه ویلي چې غونډه کې دافغان چارواکو ګډون به د حکومت په استازیتوب نه بلکې په شخصي بڼه وي خو دافغانستان دولت وایي چې افغان چارواکي به دقطر غونډه کې دافغان حکومت استازيتوب کوي.
ټاکل شوې ده چې دقطر راتلونکې غونډه کې به دافغان ډلې مشري پخوانی ولسمشر حامد کرزی کوي چا چې تر دې وړاندې هم په ماسکو کې طالبانو سره دسولې په اړوند دغسې یوه بله ناسته کې برخه اخستې وه.
په نزدې ورځو کې افغان ولسمشر اشرف غني څو کرته د حامد کرزي اؤ نورو سیاسي مشرانو سره لیدنې اؤ دقطر د راتلونکې غونډې په اړوند صلاح مشورې کړي دي.
افغان دولت ټینګار کوي چې دسولې خبرې باید د دولت اؤ طالبانو ترمینځ وشي خو طالبانو دریځ خپل کړی چې ترڅو افغانستان څخه په بشپړ ډول بهرني ځواکونه نه وي وتلي هغوئ افغان دولت سره خبرو ته نه کښیني.
طالبان وایي افغان دولت دپرېکړو واک نه لري ځکه نو هغوئ نیغ په نېغه امریکا سره خبرې کوي.
په دې وروستیو کې افغانستان کې دسولې دپاره امریکایي استازي زلمي خلیل زاد په قطر کې طالبانو سره څو کرته دسولې مزاکرات کړي اؤ نوموړي د وروستیو خبرو (چې په روانه میاشت کې ترسره شوي ) وروسته ویلي وؤ چې طالبانو سره یې په مزاکراتو “حقیقي پرمختګ” شوی